Friday, December 7, 2007

"Poly Roles Effect in Personality Development", Psychology

د لوړو زده كړو وزارتد ننګرهار پوهنتونښوونې او روزنې پوهنځى


دشخصيت په وده كې اغېز لرونكي لاملونه



ليكونكى: پوهنيار عبد الرشيد
لارښود استاد:
كال: ۱۳۸۶ ل.ل




:بسم الله الرحمن الرحيم سرليك:
ماته د يو انساني فرد په توګه داد لوى خداى (جل جلاله) احسان دي چې ماته يې د يو انسانى فرد په توګه دا توان راكړ، چې د مسلكي علومو د څآنګې له خوا كومه موضوع چې د شخصيت د ودې اغېز لرونكي لاملونو تر عنوان لاندې راكړې ده څېړنه يې پيل كړم.
دا يو حقيقت دى، چې هر انساني فرد په نړۍ كې ټولنيز ژوند د هماغو لومړيو شيبو څخه پيل كوي، او په كرار كرار سره په شخصيت بدلېږي. په دې كوچنۍ رساله كې هڅه شويده چې دا بهېر څه ناڅه روښانه شي چې په دې څېړنيزه ليكنه كې د شخصيت تر پېژندنې وروسته د شخصيت په ماهيت هم څه ناڅه رڼا اچول شوې ده.
د شخصيت د ودې لاملونه،ذاتي لامل، كورني لامل او ټولنيز لامل په ذاتي لامل كې ترشحي غدو اثرات او دنوموړو غدو اغېزې د انسان په جسمې او ذهني ودې باندې د تولد څخه د مخكې او وروسته ژوند كې تر څېړنې لاندې نيول شوي.
د شخصيت په جوړښت كې دوارثت اغېزې،د مندل قوانين، د حجرې ميخانيكيت په وراثت كې،حجروي ويش يا انقسام، د وراثت حياتي كيميا، عصبي فعاليتونه، د شخصيت د ودې د ځانګړو لاملونو په توګه د كورني ژوند اغېزې، د كورنۍ اقتصادي وضع، كورنۍ د نه پاملرنې،د كورنۍ جوړښت او د كورنۍ د ندې د شخصيت د ودې د لاملونو په توګه په دې څېړنيزه ليكنه كې څېړل شوي دي.
يو بل لامل چې د شخصيت په جوړښت او پېژندنه كې ډېر مهم رول لوبوي هغه ټولينز لامل دى چې نورو افرادو ترمنځ اړيكو په ټينګولو سره رامنځ ته كېږي او په ځانګړي توګه د زده كړې چاپېريال او دشخصيت ټولنيز كېدل په ټولنه كې تر څېړنې لاندې نيول شوي دي.
په درنښت
پوهنيار عبد الرشيد

د پيل خبرې:
دغه څېړنيز اثر د ﻻرښود استاد محترم( ) په هر اړخيزه همكارۍ او نه ستړى كېدونكو لارښوونو پر بنسټ د داخلي او خارجي معتبرو منابعو نه ګټه اخستل شوى ده او دشخصيت د ودې لاملونه څېړل شوي دي.
هڅه شوې تر څو د موضوع په ارتباط دقيقو او معتبرو منابعو څخه استفاده وشي او مو ضوع دمفرداتو مطابق وليکل شي
په پاى كې د لارښود استاد څخه د زړه له كومې مننه كوم چې د نورو زياتو تدريسي او علمي بوختياوو سره سره يې ددې موضوع د لارښوونې چارې په غاړه واخستي، او له ماسره يې زياته مرسته وكړه، چې زه محترم استاد ته د الله تعالى ( جل جلاله) څخه د اوږد او سوكاله ژوند غوښتنه كوم او همدارنګه د محترم استاد سراج الدين څخه هم مننه كوم چې زما د څېړنې په موضوع كې يې ماته وخت په وخت مشورې راكړي.
مننه
پوهنيار عبدالرشيد


شخصيت پر وده اغېز لرونكي لاملونه:
Effects the Poly Roles in the Development of Personality:
مخكې له دې چې د شخصيت پر وده اغېز لرونكې لاملونه د بحث لاندې ونيول شي، په كار ده چې د شخصيت ماهيت لږ څه توضيح شي،د هر انساني شخص د شخصيت (Personality) جوړښت او تكاملي بهير د زېږېدنې د لومړيو شيبو څخه پيل او د يوې تدريجي او دوامدارې پروسې په توګه د ټولنيز چاپېريال په ساحه كې د ژوند تر پاى پورې دوام كوي، انسان د يو فرد په توګه پيدا كېږي او په كرار كرار سره په شخصيت بدلېږي چې دا عمليه ټولنيز او تاريخي بنسټ لري، ځكه د يو فرد لومړني كلونه د ټولنيزو اړيكو سره تړلي دي (م: ۱۴۶).
ميندې او پلرونه د خپلو كوچنيانو څخه دا رنګه شخص جوړوي، چې د هماغه ټولنيز ګروپ ځانګړتياوې لري، كوم چې دوى پكې ژوند كوي، شخصيت د خپلو مربوطو ټولنيزو او ځانګړيو خصوصيتونو په څرګندولو سره فكري، عاطفي او ارادي كيفيتونو كې څرګندېږي.د يو شخص د شخصيت ماهيت د مجرد فزيكي طبيعت څخه نه بلكې د هغه ټولنيز قشر پورې اړه لري په كوم كې چې اوسېږي.شخصيت چې په انګليسي كې ورته (Personality) وايي، چې د لاتيني كلمې د (Persona) څخه اخستل شوې ده، د لرغوني روم د مدنيت او پرمختګ په دوره كې پرسونا د ماسك مانا درلوده، چې لوبغاړو به د سټېج پر مخ نقاب واهه او ځان ته به يې د درواغو يوه څېره غوره كوله،شخصيت كله د هڅوونكې او كله د غبرګون په مانا هم استعمال شوى دى، فرد د نورو د چلند په وخت كې له ځانه ځانګړي غبرګونونه ښكاره كوي، چې دا غبرګونونه د هغه د شخصيت ښكارندوي دي،دغه مفهوم يو ټولنيز اړخ لري، ځكه د انسان كړه وړه انساني ټولنه كې څرګندېږي.
ټولنيز ارواپوهان شخصيت د جوهر او ذات څخه عبارت ګڼي، چې د يو ځانګړي رفتار او سلوك سبب ګرځي او شخصيت د نورو په نظر د يو فرد ځان ښودنې څخه تعبير كوي او په بل عبارت هغه باطني او ذاتي عناصر چې د شخص كړه وړه په ځانګړي بڼه بدلوي.
شخصيت د هغه ارزښت څخه عبارت دى، چې انساني خصوصيت په ذاتي او معنوي ډول تشكيلوي، يا په بل عبارت: شخصيت د هغو بدني او رواني ځانګړتياوو مجموعه ده، چې د فرديت په شكلې وحدت موندلاى وي، او په سلوك كې تظاهر وكړي، شخصيت د سړي يو متمايز او مشخص هويت او جوړښت څرګندوي، نو ځكه شخصيت د انسان عادت او خوى د داخلي او جسمي ځانګړنو يو ډول ثابت جوړښت دى، چې د هغه په واسطه د انساني كړو وړو او احساساتو په غبرګون باندې پوهه حاصله شي.
اوس چې د شخصيت ماهيت لږ څه ښكاره شو نو دا لازمه ده چې د هغه لاملونو په اړه معلومات وړاندې شي كوم چې د انسان د شخصيت پر وده او تكامل باندې اغېزه لري. (۱۰: م: ۱۵۴).
دغه لاملونه ډېر زيات دي، خو زه غواړم د دريو لاندينيو لاملونو په باب توضيحات وړاندې كړم:
الف: ذاتي لامل Individual Cause
ب: كورنى لامل Familial Cause
ج: ټولنيز لامل Social Cause

الف: ذاتي لاملونو تر عنوان لاندې پر شخصيت باندې د اغېز لرونكو لاملونو په توګه لانديني فكتورونه د پاملرنې وړ دي:
۱: ترشحي غدې Excretory Gland
۲: وراثت Heredity
۳: عصبي سيستم Neurogical System

١: ترشحي غدې Excretory Gland
كومې څېړنې چې د غدواتو په هكله شوي دي، ترشحي غدواتو اغېزې د انسان په جسمي او ذهني وده كې د ارزښت وړ دي.

د جنين د ودې څرنګوالى، تغذي د عمل تنظيم او د هغې څخه د استفادې اندازه ددې غدواتو ترشحاتو سره فوق العاده اړيكې لري.
هورمونونه د وينې په وسيله د بدن ټولو غړو ته رسول كېږي او په اورګانيزم كې مهمې دندې لري، چې د ميتابوليزم او وينې د دوران سيستم د پيدايښت و تناسل او نورو سيستمونو په دندو اغېزه كوي.
دغه اندوكراين غدې د هيپوفيزيا نخاميه غدې، تايرايد، پارا تايرايد، پتموس، پانكراس، د ادرينال او جنسي غدو څخه عبارت دي چې د مخاطي نسج څخه تشكيل شوي دي، او د وينې د رګونو پراخه شبكه او يو زيات شمېر عصبي رشتې دي پكې برخه لري.
د ټولو اندوكراين غدو دندې يو د بله سره اړيكې لري، او هيپوفيز ددې سيستم يوه مهمه غده ده چې ځانګړو ٣ م ١٥٨
ځانګړو موادو ترشح كولو سره پېژندل كېږي چې د Hypophyse د هورمونونو ترشح تنظيموي.
د نوموړي غدې جسامت د يو نخود په اندازه دى، او د جمجمې په خاليګاه كې Hypothalamus او Sellatuncia سره نښتې ده.
د دوو برخو د قدامي پيځكي او خلفي پيځكي څخه تشكيل شوې ده.قدامي پيځكه Anterior Lobe يو شمېر هورمونونه توليدوي، چې د نشو نما هورمون ميتابوليزم او په ځانګړي توګه په انساجو كې د پروتينو تركيب كنترولوي، او ۴/ ۳ برخې د ټولې غدې تشكيلوي.
په كوچنيوالي كې د ودې هورمون غير كافي ترشح كېدل د ودې وروسته اچونې يا مخنيوي سره ملګري وي، چې دغه حالت د شخصيت په رواني وده كې منفي اغېزه كوي، د بېلګې په توګه د هغو كسانو چې قد يې ډېر زيات لوړېږي، د خپلو ملګرو په منځ كې د اوږد په نوم يادېږي، د وزن د زياتوالي په صورت كې بيا هم په راز راز نومونو يادېږي، كه وده ونه كړي د همزولو په منځ كې خنډى(چوچه) او په نورو نومونو شهرت پيدا كوي.
دا يو څرګند حقيقت دى، چې دا ټول شهرتونه د انسان په شخصيت باندې اغېز لري، د هيپوفيز خلفي پيڅكه Oxytocin او Vasopressin ترشح كوي او كسيتوسين د رحمي عضلاتو انقباضات پياوړي كوي او هغه عضلات چې سم كار نه كوي، د هغوى د كار د پياوړي كولو لپاره په كار وړل كېږي. (۱۲: ص ۹۳).
بله برخه يې د خلفي پيڅكي په نوم يادېږي، ددې غدې ترشحات د كلمو د زيات فعالېدو باعث ګرځي، او همدارنګه په مثانه او رحم باندې اغېزه كوي.
هيپوفيز راز راز ترشحات لري چې د نورو غدو ترشحات كنترولوي، د بېلګې په توګه Thyrothropin ترشح د تايرايد د غدې ترشح كنترولوي، ددې غدې ترشحات جنسي غده هم تر كنترول لاندې نيسي.د هيپوفيز Hypophisis د قدامي پيڅكي زيانمن كېدل د ټول اورګانيزم بدلونونو سره ملګري وي، د بېلګې په توګه په كوچنيوالي كې د ودې هورمون Growth hormone د زيات ترشح په نتيجه كې بدن ډېر لويېږي، په غير نورماله وده كې د قد لوړوالى ۵، ۲- ۶، ۲ مترو ته رسېږي.په بالغو خلكو كې ددې هورمونونو د ډېر زيات ترشح كېدو په نتيجه كې د مخ، لاسونو، پوزې، د ژبې او نورو ټاكلو غړو وده زياتېږي.
د عصبي سيستم فعاليت په مستقيمه توګه د اندوكراين غدوپه وسيله پر مخ وړل كېږي، چې د اعصابو كنترول د همدې غدې له دندو څخه شمېرل كېږي.
هورمونونه په نوبت سره د عصبي سيستم راز راز دندې تر اغېزې لاندې راوړي.
ددې غدې ترشحاتو زياتوالې كې په جسمي او رواني حالت اغېزې لري، د بېلګې په توګه د حافظې د لاسه وركول، بې علاقي توب او جنسي ځواك ناتوانه كېدل په فرد كې څرګندېږي.
Dr. Bermen د انسانانو طبقه بندي د ترشحي غدواتو له مخې كړې ده،يوبل پوه Dr. Beng د انسان بدني او رواني ځانګړتياوې د تايرايد د غدو د فعاليت پر بنسټ تر څېړنې لاندې نيسي. (۱: ص ۲۳۵).
د تايرايد غده:
تايرايد غده د غاړې په لومړي برخه كې موقعيت لري، او وزن يې د ۲۸ ګرامو څخه زيات دى، كله چې نوموړې غده لويه شي او وده وكړي د ګواتر Goiter په نوم يادېږي، ولې خپلې دندې ته ادامه وركولى شي.د تايرايد غده د تيروكسين يوه ماده ترشح كوي، تيروكسين د بدن په ميتابوليزم كې مهم نقش لري او دغه ماده د بدن شيمايي عملونه او په ځانګړي توګه اكسيديشن عمل ته چټكتيا وركوي.
كله چې د تايرايد د غدې دندې په كوچنيوالي كې نيمګړتيا ولري نو Cretinism (فكري كمزورتيا) رامنځ ته كېږي.
دا ناروغي د نمو وروسته پاتې كېدنې Dwarfism او د بدن د بېلو بېلو برخو سايزونو نه سمون والى (غټ سر او لنډ اطراف) او دجنسي دوهمي خصوصياتو انكشاف په واسطه تشخيص كېږي.
نوموړې غده د شخصيت په هيجاني او جسماني وده كې مستقيم اغېز لري د تولد څخه تر بلوغ پورې په منظم ډول وده كوي، او اوه لس كلنۍ پورې خپلې طبعي ودې ته رسېږي.د كوچنيوالي په دوره كې جنسي غده وده نه كوي، تر څو چې ماشوم دولس كلنۍ ته ورسېږي او كه چېرې دا غده د تولد په وخت كې فعاليت وكړي غير منظمه وده رامنځ ته كېږي.
تايرايد غده د ميتابوليزم اندازه كنترولوي، كه كافي اندازه فعاله نه وي، نو يو ډول ناروغي چې Myxedima نومېږي رامنځته كېږي ،چې دغه حالت Cretinism سره زيات ورته والې لري ددې ناروغۍ نښې نښانې د انسان په بدن كې د ويښتانو تلل، د پوستكي نرموالى، د ميتابوليزم ټيټوالى، د عضلاتو په حركت كې كمښت او همدارنګه رواني ستونزې رامنځته كېدل دي. په نوموړي غده كې د تيروكسين ترشحات زيات شي د زړه ضربان چټكتيا خپلوي، د وينې فشار زياتېږي، ميتابوليزم زياتوالى كوي، وزن كمېږي او په دې توګه عصبي ناراحتي، بې خوبي، بې ثباتي په شخص كې څرګندېږي. (۸: ص ۲۶۶)
يو سړى چې په دې ناروغۍ اخته وي، خپل وزن له لاسه وركوي، ژر غوسه كېږي، د لاسونو لړزه يې انكشاف كوي او زيات خوله كېږي، د تايرايد د غدې كم فعاليت د ټول اورګانيزم د بدلون سبب ګرځي او د ميتابوليزم د كموالي، د نمو او انكشاف د مخنيوى او د ذهني فعاليت د كموالى سبب ګرځي، چې د پوستكي د ټاكلې برخې د پړسوب او نورو بدلونونو په واسطه تشخيص كېږي.
ددې غدې د اختلالاتو له كبله انسان بې كاره، بې علاقه، تنبل، زړه تنګى او كودن وي.
پارا تايرايد Parathyroid:
د پاراتايرايد غدې هګۍ ډوله جسمونه دي، چې د تايرايد خلفي سطحه كې واقع دي، څلور دانې پاراتايرايد غدې موجود دي، دوه پورتني او دوه ښكتني چې د هرې يوې وزن ۱۲ ګرامه په شاوخوا كې دى، جسامت يې د ساچمو په بڼه دى، پاراتايرايد غدې د ژوند لپاره ډېرې مهمې دي.دغه غدې د كلسيم جذب كنترولوي، كلسيم د هډوكو د ودې د اعصابو د تغذيې او د وينې د تصفيې لپاره ضروري دي، كه چېرې د عملياتو په وخت كې دغه غده له منځه ولاړه شي انسان په څو ورځو كې خپل ژوند له لاسه وركوي.
پانكراس غده The Pancreas Gland:
پانكراس يو داسې غده ده، چې داخلي او خارجي ترشحات لري نوموړې غده خپل ترشحات د Longer has جزيراتو په واسطه چې د پانكراس د نسج ۱- ۲ فيصده جوړوي او په ټول پانكراس كې منتشر ډول واقع دى صورت نيسي.نوموړې غده د انسولين په نوم هورمون توليدوي، انسولين د كاربوهايدريت په ميتابوليزم باندې اغېزه كوي، يعنې په انساجو كې د كاربوهايدريتونو په اكسيدايز كې مرسته كوي، يعنې په ځګر او عضلاتو كې د حيواني نشايستې (كلايكوجن) په ذخيره كولو كې مرسته كوي اوكه د انسولين مقدار كم وي، ګلوكوز په وينه كې لوړېږي او په ځانګړي توګه د خوړو تر خوړلو وروسته او په ادرارو كې ګلوكوز په عادي حالت كې نه ليدل كېږي، چې دې حالت ته Clucusoria او دې مرض ته Diabetic Mellitus وايي، په دې مرض كې څرنګه چې شحم د ګلوكوز په حجراتو كې مصرفېږي Acidosis او Ketosis هم ليدل كېږي، چې په شديدو واقعاتو كې كوما او مرګ هم رامنځ ته كوي.د پانكراس د عدم كفايه په صورت كې انسولين لږ ترشح كېږي، چې په پاى كې د شكرې ناروغۍ باعث ګرځي، په دې ناروغۍ كې انسان نه شي كولاى چې په نورماله توګه قند په بدن كې جذب كړي نوځكه د (ګلايكوجن) د ذخيره كولو څخه عاجز پاتې كېږي، چې په نتيجه كې د قند اجزاوې په وينه كې خپل نورمال حالت څخه يعنې ۱، ۰ نه تر ۲، ۰ فيصدو څخه ۳، ۰- ۴، ۰ فيصدو ته كله كله يو فيصد لوړېږي. (۱: ص ۲۳۶).
دا حالت Hyperglycemias په نوم يادېږي، شكري د ناروغۍ يا Diabetes ثابتې نښې او علامې په يوريا كې د قند موجوديت په اساس معلومېږي.د شكري د ناروغۍ په حالت كې د كاربوهايدرايت په ميتابوليزم كې ګډوډي رامنځ ته كېږي، چې د شحم او پروتين ميتابوليزم بدلون پورې اړه لري او په دې توګه په اورګانيزم كې شحميات، يوه اندازه اكسيدايز كېږي.(۱م ۲۳۶)
ادرينال غده Adrenal Gland:
ادرينال غدې د پښتورګو د پاسه د ملا په سيمه كې د پښتورګو پورتني محورونو كې واقع دي، چې وزن يې تقريباً ۱۲ ګرامه دى.
ادرينال غده د دوو برخو څخه تشكيل شوې ده، چې يو ته يې داخلي برخه Medulla بل ته يې خارجي Cortex وايې، داخلي برخه يې ادرينال ترشح كوي او خارجي برخه يې كرتين ترشح كوي.
ادرينال يو ډېر پېژندل شوى هورمون دى چې كېداى شي په تركيبي ډول جوړ شي، د ډېرو څېړنو په واسطه ثابته شوې ده، چې اپي نفرين عمل په عصبي سيستم كې د سمپاتيكي اعصابو سره يو شان دى.
احساساتي حالتونه لكه غوسه يا ويره د نوموړې غدې د زياتو ترشحاتو پورې اړه لري او په وينه كې داپيفزين ازادۍ سبب ګرځي.
دا حالتونه د پوستكي خړوالي يا كم رنګ توب په واسطه تشخيص كېږي، د زړه چټك سرعت او داسې نورې پديدې د اپي نفرين عمل پورې تړلى دى، اپي نفرين د كاربوهايدرايت په ميتابوليزم عمل كوي، يعنې په ځګر كې هغه ګلايكوجن چې وينې ته ازادېږي او په ګلوكوز بدلوي، په نتيجه كې اپي نفرين او انسولين كاربوهايدرايت ميتابوليزم باندې ناوړه اغېزه كوي او په دې وسيله وينه د ګلوكوز د اجزاوو په ثابت ساتلو كې مرسته كوي. (۱۲: ص ۹۴).
جنسې غدې:
جنسي غدې په نارينه وو كې Testes او ښځو كې تخمدانو Ovaries په نوم يادېږي، نوموړي غدې داخلي او خارجي ترشحات لري د جنسي غدې خارجي ترشح د نسل د توليد لپاره په كار وړل كېږي او د ښځې او نر دجنسي سلولونو د ودې باعث ګرځي.
داخلي ترشح د انسان د شخصيت په كړو وړو اغېزه كوي، جنسي غدې له هغو غړو څخه دي، چې په هغو كې جنسي حجرې وده كوي، او همدارنګه هغوى اندوكراين غدې دي چې جنسي هورمونونه وينې ته ازادوي يا ترشح كوي.جنسي هورمونونه د انسان په راز راز دندو اغېزه كوي، د بېلګې په توګه د اورګانيزم جنسي خاصيتونو څرګندېدنه په بر كې نيسي، دا كار ۱۲- ۱۸ كلونو په عمر كې واقع كېږي.لومړني جنسي خاصيتونه د جنسي غدو د مذكر او مؤنث تناسلي غړو ځانګړي جوړښتونه په بر كې نيسي، په دوهمې جنسي خاصيتونو كې د اورګانيزم دندې او جوړښتي خاصيتونه شاملېږي، چې يو جنس د بل جنس څخه بېلوي او جنسي هورمونونه تر اغېزې لاندې راولي.جنسي غدې د نورو اندوكرايني غدو په وسيله هم تنظيمېږي چې د عصبي سيستم كنترول لاندې وي.
كه چېرته بيضه Testes د بلوغ څخه د مخه وده وكړي تناسلي غړي كوچني كېږي، او جنسي ميل په هغوى كې نه څرګندېږي.
د نارينه وو ځانګړتياوې له منځه ځي، د هډوكو د بندونو كلكوالى صورت نه نيسي، غږ زير او نازك كېږي او په دې توګه د ماشومتوب ځانګړتياوې او څېره ځانته خپلوي.
د مذكر جنسي هورمونونه Testoherone او Androsterone په خصيو كې توليدېږي او د مذكر جنسي ودې او جنسي بيلونو Sexdrive او په هيجاني فعاليت اغېزه كوي او د اورګانيزم په ميتابوليزم او د جنسي غړو دندو په تنظيم كولو كې برخه اخلي.
مؤنث جنسي هورمونونه لكه د مذكر جنس هورمون په شان د ميتابوليزم په تنظيم كې برخه اخلي.
۴۵- ۵۰ كلونو په عمر كې د تخمدانونو داخلي ترشحي دندې په تدريجي توګه پاى ته رسېږي.دا دوره د حيض (مياشتني عادت) قطع كېدو په نامه يادېږي، دا ناروغي د لاندې نښو په واسطه تشخيص كېږي لكه عصبي.، ځينې وختونه هيجانتوب، سر دردي ، بې خوبي او داسې نور...(۸م ۲۶۶)
د اندوكراين غدو په بشپړې څېړنې سره يو ځل بيا څرګنده شوې چې د هارمون ترشح كېدل د عصبي سيستم تنظيم پورې اړه لري.
د جنسي غدو د زيات يا كم ترشح راز راز هيجاني حالتونه لكه د جنسي ځواك زيانمن كېدل، متزلزل، د پرېكړو په نيولو كې زړه نازړه او داسې نور حالتونه شخصيت كې څرګندېږي، دا څرګنده نه ده چې دغه حالتونه د نه ترشح كولو له امله وي او كه په غير مستقيم د نه ترشح كولو حالت د انسان په رواني سلوك اغېز كوي. (۱۷: ص ۲۱۳).

:
وراثت (Heritage):
د وراثت موضوع د اسلام د مقدس دين له نظره يو مهم اصل دى، چې ماشوم د مور او پلار د ځانګړتياوو محصول وي.
د واده په مسئله كې د طرفينو د شرايطو او مشخصاتو تحليل او څېړنه ځكه د توجه وړ ده، چې د والدينو جسماني، عقلاني او ژنتيكي ځانګړتياوې په ماشوم كې څرګندېږي هرراتلونكى نسل د تېر نسل تعقيبي جز او ماشوم د مور او پلار د ارثي مميزاتو ممثل ګڼل كېږي.
د اسلام مقدس دين د نسل د اصلاح او د ماشوم د رواني او جسمي ښكلا په منظور لازم شرايط او قوانين وضع كړي، والدين كه د سالمو او نورمالو ماشومانو غوښتونكي وي، بايد د اسلام نړۍ شموله دين د ارشاداتو پوره پوره رعايت وكړي، كوم چې د واده او زېږونې په اعتبار لازم ګڼل شوى دى.دا ځكه چې د پوستكي رنګ، د سترګو رنګ او نور ارثي صفات د ژوند په بهير كې قابل د تغير نه وي، موروثي تكاليف هم كوم چې د مور او پلار څخه ماشوم ته ليږدول كېږي د تغير وړ نه وي.
د ارواپوهنې د ماهرينو د څېړنو په نتيجه كې ثابته شوې، چې د ماشوم او د ماشوم د والدينو د استعدادونو ترمنځ ټينګې اړيكې موجودې وي. (۷: ص ۴۶).
ګالتن (Galton) انګليسي عالم (۱۸۳۲- ۱۹۱۱) د استعدادونو د لېږدولو په هكله كوم چې د مور او پلار څخه ماشوم ته د لېږدولو وړ دى او كه نه؟ (يو شمېر هغه كورنۍ تر مطالعې لاندې ونيولې چې د هغوى استعداد او ذكاوت درجه نسبتاً لوړه او د توجه وړ وه) په نتيجه كې د هغه كورنيو شمېر د ذكي ماشومانو په تناسب ډېر زيات وو، كوم چې د هغو كورنيو په مشرانو كې د ذكاوت درجه نسبتاً ټيټ و، د هغو څېړنو په نتيجه كې چې د نوابغو په هكله شوى، دا ثابته شوې ده چې د نړۍ نوابغ او د عالي ذهن لرونكي افراد ۸۰% د وراثت له لارې د امتياز وړ ګرځېدلې دي.
د هغو تجاربو څخه چې د كودنو كورنيو د ماشومانو په هكله ترسره شوي، څرګندوي چې ددې كورنيو ماشومان د خپل مور او پلار په څېر اكثراً ۵۰% په شاوخوا كې كودن وو.
په عمومي ډول سره وراثت د مور او پلار څخه اولاد ته د كروموزمونو په واسطه لېږدول كېږي، د ماشوم د بدن جوړښت، د غړو وده، د قد جګوالى او ټيټوالى، څېره او په نتيجه كې د ماشوم جسمي او رواني ځانګړتياوې د وراثت په واسطه منځ ته راځي، چې هغه د محيط محصول نه شو ګڼلى.
د بېلګې په توګه د هغه پلار چې دوه ګوتې سره نښتې وي، د هغه د دوو زامنو ګوتې هم سره نښتې وي.يا د هغه پلار چې لاسونه او پښې نه وي د هغه د دولسو زامنو له جملې څخه د ۶ زامنو لاسونه او پښې نه وي چې دا ټول لاملونه د وراثت پورې اړه لري، اوس ويلى شو چې د شخصيت په جوړښت كې محيط او وراثت دواړه مهم رول لري، يانې دا چې شخصيت بې له كروموزومونو څخه وده نه شي كولى، او كروموزومونه بې له محيط څخه مناسب اثر نه لري، نو په همدې بنسټ د وراثت عوامل او عناصر او هم د محيط لاملونه او عناصر يو د بل په څنګ كې واقع نه دي، بلكه يو د بل سره يوځاى او حتى دا چې يو په بل کې ننوتې دي ددې لپاره چې د وراثت د اغېزې په هكله پوره معلومات ترلاسه كړو، لومړى بايد د (مندل) قوانين او وروسته حجره وڅېړو، تر څو لوستونكي د وراثت او د هغې د ښېګڼو په اړه علمي معلومات ولري. (۹: ص ۵۸).
د مندل قوانين:
ګريګور مندل لومړى سړى دى، چې د ارثي ځانګړنو بنسټ يې كېښود، ساينس پوهانو په ۱۹مه پېړۍ كې د يو لړ ارثي او بيولوژيكي حقايقو په هكله خورا زياته علاقه درلوده، نو په همدې اساس مندل په نباتاتو باندې خورا زياتې تجربې سرته ورسولې، او يو لړ حقايق او قوانين يې كشف كړل چې اوس هغه قوانين د مندل په نامه يادېږي.
څرنګه چې د دوراثت تجربې په انسانانو كې په اسانې سره نشي ترسره كيدي نو پكار ده چې په حيواني يا نباتې تجربو اكتفا وكړو.مندل خپل كار په يوه عادي مشنګ شروع كړ او د تجربو په نتيجه كې داسې استدلال يې منځ ته راوړ چې په نباتاتو كې يو لامل وجود لري، چې د نباتاتو ځانګړنه لكه د قد جګوالى، ټيټوالى او نور تر كنترول لاندې نيسي چې هغه د غير معلوم لامل په نامه يادېږي.
همدارنګه هغه څرګنده كړه چې د يوې جوړې لاملونو په واسطه د مشنګو د قد جګوالى او ټيټوالى اداره كېږي.نو په همدغه بنسټ د ځينو مشنګو قد جګ او د ځينو مشنګو قد ټيټ وي، چې په همدغه بنسټ د وراثت لومړى قانون د واحد اوصاف په نامه څرګند كړ او مندل يو لړ تجربې د خورا زياتو حقايقو د لاس ته راوړلو لپاره سرته رسولې دي
همدارنګه نوموړي بل استدلال داسې كوي چې د لومړي نسل جګ قد نبات لكه د خپل والد غوندې جګ قد نه و او هغه د ټيټ قد لرونكو اوصافو خاوندان وو، چې په لومړي نسل كې ليدل شوي نه وو، اما په وروستيو نسلونو كې خپل ځانګړتياوې ښكاره كولى شي. (۷: ص ۶۸).
د پورتنيو تجروبو په نتيجه كې مندل د يو بل قانون په كشفولو بريالى كېږي او دا قانون يې د بارز كېدلو په نامه ياد كړ، چې ددې قانون په بنسټ يو جنين په يوه جوړه كې د بل جنين د ښكاره كېدو مانع او د خپل جوړه جنينونو سبب كېږي، چې دا ډول لامل يا جنين د بارز په نامه يادېږي.
كومه څېړنه چې د مشنګ په هكله ترسره شوي دا وليدل شوه، چې د مشنګو د قد جګوالى د يو جوړه جنينونو په واسطه كنټرولېږي، اوس كوم جنين چې د لنډ قد مسئول دى، هغه د پټ جنين په نامه يادېږي.
د مندل په تجربو كې يو خالص نژاد د والدينو د جګ قد او د دوو مشابه جنينونو لرونكى و، او بل خالص نژاد د ټيټ قد ددې والدينو د يوځاى كېدو څخه چې كوم نوى نسل منځ ته راځي، په يو يا څو اوصفاو كې يې اختلاف موجود وي.
مندل وروسته تر يو څه مودې په نباتاتو كې نورې تجربې سرته ورسولې او د يو نوي قانون په كشفولو بريالى شو او دا قانون يې (تفكيك) په نامه ياد كړ، چې مندل ددې قانون په بنسټ داسې استدلال كاوه چې يوه جوړه لامل يا يوه جوړه جنين ارثي خواص د يو نسل څخه بل نسل ته لېږدوي او ددې قانون په بنسټ د ګميتونو د تشكيل په وخت كې يا د جنين د تكثر په وخت كې يوه جوړه جنينونه د بل څخه جلا كېږي.او هر يو ددې جنينونو څخه چې يوه جوړه يې تشكيل كړې ده، سره بېل او يو يې د يو ګميت او بل يې د بل ګميت سره يوځاى كېږي، سربېره پر دې د جنين يوځاى والى د بل جنين سره په خپل صفت كې تغير نه كوي.د بېلګې په توګه په يوه دوه رګه جسم كې يو پټ جنين د بل يو بارز جنين په واسطه تغير نه كوي.نوى زېږدلي ماشوم كه چېرې په يوه نوزاد كې يو پټ ژن د بل پټ ژن سره يوځاى شي په دې وخت كې هغه پټ صفت په ښه توګه ليدل كېږي . (۶: ص ۶۲).
د وراثت حياتي كيميا:
په وروستيو كې په وراثت پورې د اړوندو مسئلو په هكله ډېر معلومات ترلاسه شوي دي، اوس څرګنده شوې ده چې د جنينونو كيمياوي بنسټ (DNA) Deoxyribonucleic Acid دى. د كروموزومونو تقريباً ۴۰% مواد (DNA) څخه جوړ شوې دي، هره حجره په بيلونونو د (DNA) كړۍ لري، د يوې حجرې د ودې په هكله كافي ارثي معلومات يانې دا چې يو زايګوټ څنګه په مكمل بالغ موجود چې په بيلونونو حجرې لري بدلېږي لاس ته راغلې (DNA) دى چې يوې حجرې ته توان وركوي څو ځان غوندې يوه مكمله كاپي توليد كړي.(DNA) هېڅكله د حجرې هسته نه پرېږدي، هر هغه څه چې د نوې حجرې د پيدايښت د پاره اړين وي، پخپله هسته كې وجود نه لري، خو (DNA) سربېره پر دې دويمه دنده هم لري، چې هغه د حجرې په واسطه د پروتين د توليد او كنترول دنده ده.او دا پروتينونه د جسم اساسي عناصر، په كيمياوي موادو ويشي چې د ژوند ټولې عمليې كنټرولوي.
حجرې په سايتوپلازم كې جوړېږي، سايتوپلازم د حجرې هغه برخه ده چې هسته يې احاطه كړې ده.
ددې د پاره چې د پروتين توليد كنترول او (RNA) Ribonucleic Acid ماليكولونه جوړوي، د (RNA) دوه مهمې دندې يانې پيغام وړونكي (RNA) او (DNA) نقلوونكى دادي چې پيغام وړونكى (RNA) د هستې څخه بهر سايتوپلازم ته سفر كوي، او كود شوى پيغام چې كوم خاص پروتين بايد توليد شي اړونده ساحوته وړي، بيا نو نقلوونكى (DNA) د هغه خاص پروتين ضروري اجزاوې راټولوي او د سايتوپلازم هغې برخې ته يې وړي، چې هلته پروتين جوړېږي، پيغام وړونكي (RNA) او نقلوونكى (DNA) دواړه د (DNA) لارښوونې د حجرې هستې څخه بهر ته وړي، دا كشفيات بايد لا اوږده پړاوونه ووهي څو د وراثت موضوع روښانه شي، جنينونه او كروموزومونه په خاص ارثي خصوصيتونو مسلط دي خو په ځينو حالاتو كې د جنينونو او كروموزومونو اغېزې څرګندې دي. (۱۲: ص ۱۲۴).
حجروي ويش (انقسام):
د حجرې ويش د انقسام يوه پېچلې عمليه ده، په انسانانو كې د حجرې ويش (Mitosis) په شكل سرته رسېږي.
د حجرې كروماتين (Chromatin) كله د تعداد او كله د مقدار له نظره كنترولېږي، كروماتين د ذراتو په بڼه په هسته كې وي، او د انقسام څخه تر مخه د ودې په بنډارو ځانګړنه كې ځنې تغيرات او بدلونونه منځ ته راځي، چې د هغو څخه د كروموزوم په نامه عناصر جوړېږي، كروموزوم د حجرې يو ډېر مهم داخلي عنصردي، چې د هستو په واسطه د حيوان جنس او نوعيت ټاكي.
د مخه وويل شول چې د انسان په حجره كې ۴۶ كروموزومونه د ۲۳ جوړو په بڼه تنظيم شوي دي، ټولې سوماتيك Somatic Cell حجرې چې ۴۶ كروموزومونه (۲۳ x ۲) لري د ديپلوئيد Deploid Cell حجرې بلل كېږي، جنسي حجرې يانې سپرم او اوم ۲۳ كروموزومونه لري.دې ډول حجرو ته هيپلوئيد (Haploid Cell) حجرې وايي، ملقحه بيضه چې د دوو هيپلوئيد حجرو د يوځاى كېدو څخه جوړه او بيا ۴۶ كروموزومونه پيدا كوي د مولده حجرې سره ورته والى لري.
كروموزومونه د جنټيك له نظره په دوه ګروپونو ويشل كېږي، په انسان كې د ۲۳ جوړو كروموزومونو څخه ۲۲ جوړو ته سوماتيك يا اتوزوم (Autosome) كروموزومونه او بلې جوړې ته جنسي يا كنوزوم (Conosome) كروموزوم وايي. اتوزومونه ټول مشابه يا همولوكس (Homologous) وي او كنوزوم چې دوه عدده دي يو د بل سره غير مساوي يا هيترولوګوس وي.
په نارينه كې ۲۲ جوړې اتوزوم او يوه جوړه غير مشابه كنوزوم په دې شكل ليدل كېږي، (44+xy) په دې كې د x كروموزوم غټ او د y كروموزوم كوچنى وي.په ښځينه كې ۲۲ جوړې اتوزوم او دوه عدده كنوزوم داسې ترتيب شوي وي (44+xx) د پورته تركيب څخه معلومېږي، چې نارينه يو د x كروموزوم او بل د y كروموزوم لري، نو ځكه د پلار د سپرم ارثي جوړښت د اولاد جنس تعينوي او مور يوازې د x كروموزوم برخه واخيسته نو اولاد به نجلۍ او كه د پلار له خوا د y كروموزوم برخه واخيسته نو اولاد به يې هلك وي.
په اووم يا د ښځې په جنسي حجرو كې د xx دوه كروموزومونه ټول ښځينه صفات او سپرم يا د نارينه په جنسي حجرو كې د y كروموزوم د نارينتوب ټول صفات اولاد ته نقلوي. (۸: ص ۶۳).
د حجرې ميخانيكيت په وراثت كې:
Cell Mechanisms in Heredit:
د جنسونو هستې او واقعيت د مندل د پاره فرضي بڼه درلوده، دا مفكوره چې هغه وړاندې كړه په هغو واقعيتونو بنا وه چې ده مشاهده كړې وه.
د وراثت په هكله معلوماتو نن تر پخوا ډېره پراختيا موندلې ده، د بېلګې په توګه موږ پوهېږو چې د هرې ژوندۍ حجرې په هسته كې جنونونه موجود دي، او په يوه نازك تار غوندې په جسم كې پوښتل شوى دى چې كروموزوم (Chromosome) نومېږي، كروموزومونه تر مايكروسكوپ لاندې د ليدو وړ دي. كروموزومونه (Chromosome) د حجرې په هسته كې په جوړه اي شكل ترتيب او خپل مشخص تعداد جوړې لري. په موږكانو كې ۲۰ جوړې، بيزوګانو كې ۲۷ جوړې، او په انسانانو كې ۲۳ جوړې كروموزومونه په هره عادي حجره كې ليدل كېږي.
كله چې په انسان كې يوه عادي حجره ويشل كېږي، نو د حجرې د هستې د ۴۶ كروموزومونو څخه هر يو په دوو برخو ويشل كېږي، همداسې ټول هغه مواد چې د حجرې د هستې په چاپېريال كې پراته دي، هم سره جلا او دوه نوي حجرې چې هر يوه يې د اصلي حجرې كاپي وي منځ ته راځي.
هره نوې حجره په مكمل ډول سره ۴۶ كروموزومونه يا ۲۳ جوړې كروموزومونه لري خو كله چې جنسي حجرې يانې ګميتونه تشكيل شي نو كروموزومونه يې نه ويشل كېږي.
يو كروموزوم د هرې جوړې څخه يوې نوې حجرې ته ځي، په دې ډول كميتونه يوازې ۲۳ كروموزومو څخه اخلي. كله چې د مؤنث جنس يوه حجره يانې اووم (Ovum) د مذكر جنس د يوې حجرې يانې سپرم (Sperm) په واسطه القاح شوه نو يو حجروي زيګوټ (Zygote) تشكيلېږي.
زيګوټ ۴۶ كروموزومه لري چې ۲۳ كروموزومونه د مور د اووم او ۲۳ كروموزومونه د پلار د سپرم څخه اخلي.
د كروموزوم هر سيټ د جنينونو يو مكمل سيت نقلوي، هر معين جين احتمال لري په دوو يا ډېرو متناوبو بڼو خپل موجوديت وساتي.
د بېلګې په توګه د سترګو د رنګ يو جين ته پاملرنه وكړئ، كه دا جنين د B په بڼه وي نو د سترګو رنګ به نصواري وي خو كه نوموړى جن د b په بڼه وي نو د سترګو رنګ به يې آبي وي، كه كوچنى د مور او پلار دواړو څخه B جنين واخلي نو د سترګو رنګ به يې نصواري وي خو كه داسې شو چې د B جن د يوه څخه او د b جن د بل طرف څخه په ميراث واخلي د سترګو رنګ به يې بيا هم نصواري وي. (۷: ص ۶۸).


شكل




د اعصابو د سيستم موقعيت او رواني دندې:
د انسان عصبي سيستم د لينونو يو مغلقه او پېچلې شبكه ده، چې د يوه لوى كمپيوتر د سوجبورد لينونو او سيمانو پراخې دستګاه سره د پرتلې وړ ده.عصبي سيستم د راز راز غړو او سيستمونو پورې تړلي دي. د انسان د عصبي سيستم د رشتو پيچ و خم اوږدوالى (۱۰۰۰۰۰) ميلو ته رسېږي. د انسان عصبي دستګاه داسې يوه وسيله ده چې د هغې په واسطه د انسان رفتار تنظيم او كنترولېږي، كوم وخت چې انسان زده كړه كوي، فكر كوي، يا كوم كار سرته رسوي او يا كوم تمايل پيدا كوي د عصبي دستګاه اخذي او همدارنګه د عضلاتو څخه كار اخلي د انسان عصبي سيستم د انساني كړو د سازمان وركولو مهمه وسيله بلل كېږي، چې په سلوك فوق العاده اغېزه لري، او يا دا چې رواني ځانګړتياوې د عصبي سيستم د كړنى په بنسټ ليدل كېږي او د شخصيت د ودې له ځانګړو لاملونو څخه شمېرل كېږي.
د انسان د يو غړي په دنده كې بدلون د نورو غړو يا سيستمونو په دندو كې بدلونونه منځته راوړي. د بېلګې په توګه د فزيكي كار په وخت كې د شديد عضلاتي انقباض متضمن دى چې عضلاتو كې ميتابوليزم زياتېږي، په نتيجه كې د غذا او اكسيجن اړتياوې زياتېږي، انعكاسي غبرګونونه، د زړه او سږو د ډېر شديد كار سبب ګرځي، چې په نتيجه كې په عضلاتو كې د وينې جريان زياتېږي، په هماغه وخت كې د زړه حركات او د زړه فعاليت زياتېږي. اطراحي غړي ډېر سخت كار كوي، ارګانيزم او د بدن د باندني چاپېريال په منځ كې ارتباط د عصبي سيستم له لارې ټينګېږي، ټولې بهرنۍ انګېزې د حسي غړو له لارې د عصبي سيستم په وسيله درك كېږي، چې ځينې د انسان د انګېزو سره په غبرګون ښودلو كې په خپلو راز راز غړو باندې بېلا بيلې اغېزې كوي، او چاپېريال سره د ارګانيزم روغي لامل كېږي. (پاولف) ويلي دي ارګانيزم د بهرني چاپېريال سره تعادل كې دى، دا تعادل د ارګانيزم د حياتي فعاليتونو بنسټ منځته راوړي او د چاپېريال د هوا د حرارت د درجې لوړېدل، د پوستكي نه د وينې د جريان او خولو د زياتېدو سبب كېږي، چې ارګانيزم د زيات حرارت مخنيوى كوي، ددې بايد يادونه وشي چې د حيواناتو په خلاف انسان كولاى شي چې خپل چاپېريال ته د پاملرنې وړ بدلون وركړي. (۷: ص ۱۴)


شكل



(۱۲: ص ۷۵)


(پاولف) توضيح كړې ده چې د انسان روحي فعاليت د سيكالوجكي پروسو بنسټ دى، چې په انساني دماغ كې سرته رسېږي اوس راځو دې ته چې د انسان عصبي سيستم څرنګه خپلې دندې سرته رسوي!؟
د اعصابو سيستم د جوړښت له مخې په دوه برخو ويشل شوى، چې يو ته يې مركزي عصبي سيستم وايي او بل ته يې غير مركزي عصبي سيستم وايي، مركزي محيطي سيستم د غير مركزي عصبي سيستم سره رابطه لري، شوكي دماغ، د مغز تنه، اكبر دماغ او اصغر دماغ په مركزي عصبي سيستم كې شامل دي. غير مركزي (محيطي) عصبي سيستم د يو شمېر عصبي څانګو او د اعصابو اوږدو بنډلونو (اكسون) چې د بدن مختلفې برخې مركزي سيستم سره او يو شمېر د بدن داخلي غړي او غدې د عصبي سيستم سره وصلوي. د اعصابو غير مركزي سيستم د بدن داخلي عمليو په تنظيم كې عمده رول لري. د بېلګې په توګه د زړه د حركت تيزوالى او كموالى، د وينې فشار جګوالى او ټيټوالى او داسې نور...
د اعصابو مركزي سيستم چې د مغز او شوكي نخاع څخه عبارت دى، په لاندې ډول دندې لري:
لكه د سترګو، غوږونو او نورو فعاليتونو څخه دماغ ته خبر وركوي، او دماغ څخه حركي قوه عضلاتو او اجرائيوي غدو ته لارښوونه كوي او ټول بدن ته يې تيتوي. د شوكي نخاع داخلي برخه خړ بخنه ماده تشكيلوي (د نيورونو اصلي برخه) چې تقريباً د (H) په شكل جوړه شوي او د اكسونونو (Oxsons) سپين رنګي مادې په ذريعه چاپېره شوې ده. د سپينې مادې دنده د اطلاعاتو د دوه اړخيزو لارښوونو او مخابرې څخه عبارت ده، يعنې د دماغ څخه غړو او حسي غړو څخه دماغ ته خبر وركوي. مګر خړ بخنه ماده مختلفې دندې لري چې شوكي نخاع د غبرګونونو سره ارتباط لري. د انسان مغزي (Brain) جوړښت ډېر مغلق او پېچلى دى چې په تقريبي ډول د څو زرو ملياردو حجرو او منظمو انساجو څخه جوړ شوې. د مغز اصلي دنده د ټولو عصبي كړنو تر منځ دېوالي او انسجام ايجادول دي، مغز د دوو برخو څخه تشكيل شوى: (۲: ص ۵۶).
۱: دماغ ښي نيمه كره
۲: دماغ چپه نيمه كره
چې د دواړو برخو يوځاى كېدو ته (Corpus callosum) كارپوس كلسوم وايي. د دماغ هره برخه بېله دنده لري هغه برخه يا نقطه چې په هغه كې شوكې نخاع د دماغ سره يوځاى كېږي درې ډوله جوړښت لري:
۱: مستطيله نخاع (Medulla)
۲: وسطي دماغ ((Mid brain
۳: دماغي پل يا د مغزو تنه (Brain stem) (۱: ص ۲۰۱).
پورتنۍ درې برخې د شوكي نخاع د تيوب په شكل جوړښت لري چې د ډېرو نيوروني او هسته يي جوړښتونو او پيوندونو لرونكي دي. حسي او حركي عمده لارې د ميدولا او پانس په لاره تېرېږي، او د دماغ مركزونو او د بدن مختلفو برخو ته رسېږي، چې برسېره پر دې هر يو يې د مركزي هستې لرونكي دي، ټولي شبكي نيورونونو سره ارتباط لري او په ويښوالي او خوب كې عمده رول لري. ميدولا (Medulla) هم د هستې لرونكي دي، چې د سلولونو د يوځاى كېدو څخه منځته راغلي او ډېرې مهمې عمليې تنظيموي لكه تنفس، د وينې فشار، د اندازې تغير، د زړه ضربان او نور ، په همدې سبب په دماغ كې كې د ژوند مركز په نامه يادېږي.
اصغر (كوچني) دماغ (Cerbellum) حركات تالاموس او د مغز د ساقې مختلفو برخو ته رسوي. كه كوچني دماغ ته تاوان ورسېږي، حركي عارضه منځ ته راځي بعضې حركات يو له بله سره غږملى نه لري.
هايپوتالاموس (Hypothalamus):
د انسان په اساسي فعاليتونو كې لكه هيجاناتو، جنسي سلوك، خوړل، څښل، د بدن د حرارت كنترول او نورو په تنظيم كې عمده رول لري، تالاموس يو ريلى استيشن يا د لېږدولو مركز ته ورته دى، ځكه چې معلومات له غړو څخه دماغ ته لېږدوي. (۱۲: ص ۱۰۲).
بسل ګلګليا:
بسل ګلګليا د لويو هستو ګروپ دى چې د دماغي نيمو كرو په مركزي برخو كې موقيعت لري او تالاموس يې احاطه كړى دى، چې خپله د هستو ګروپ د كارتكس سپين رنګه دماغي مادې په واسطه پوښل شوى دى.
اكبر (لوى) دماغ (Cerebrum):
اكبر دماغ د دوو نيمو كرو څخه تشكيل شوى، چې هره نيمه كره يې يوې خړ رنګه مادې په واسطه پوښل شوى، چې د دماغ كرتكس (Cortex) نومېږي او د يو شمېر كنجونو او درزونو درلودونكى دى، چې درزونو دفاصلې په نظر كې نيولو سره معمولاً په څلورو برخو ويشل شوي دي:
۱: قدامي (مخكنۍ) برخه Frontal lobe د بدن د مختلفو برخو حركات كنترولوي.
۲: فوقاني (پورتنۍ) برخه Parietal lobe د عصبي ابتدايي پروچګس ساحه په غاړه لري.
۳: خلفي Temporal lobe چې د اورېدلو برخه تشكيلوي.
۴: جانبي Occipital lobe چې د ليدلو برخې په بر كې نيسي.
دماغي دوه نيمې كرې كارپوس كلسوم په واسطه يو له بله سره ارتباط لري كارپوس كلسوم د يو شمېر زياتو څانګو لرونكي دي، چې د يوې نيمې كرې څخه بلې نيمې كرې ته تېرېږي، كه دماغ د كرتكس په چپه نيمه كره كې كومه صدمه يا زيان پيدا شي نو انسان د فضايي دندو په سرته رسولو كې ستونزو سره مخامخ كېږي او لاره به وركه كړي، يعنې اصلي لاره هېروي.
په همدې ډول ځنې دندې لكه خبرې كول، مفاهمه او تلفظ كول دماغ دچپې نيمې كرې دنده تشكيلوي، چې د شخصيت په بيولوژيكي صفاتو كې د ارزښت وړ وي، د پېچلو او مسلكي كارونو استعداد د دماغ ښي نيمې كرې سره ارتباط پيدا كوي چې د شخصيت د پوهې او مهارت ښكارندوى وي. (۴: ص ۳۰).
د عصبي سيستم واحد يا بنسټ نيورون (Nevron) تشكيلوي او لاندې برخې لري:
۱: عصبي سلول
۲: هسته
۳: دندرايت
۴: اكسون
۱: نيورون: عصبي سيستم د خپل ساختماني جوړښت په اساس د واحدونو درلودونكى دى، چې د نيورون په نامه يادېږي، هر نيورون د عصبي تارونو او څانګو درلودونكى دى، د انسان د بدن پراخه اعصاب د سترګو عصاب دي چې د سترګو څخه مغز ته رسېږي او (۴۰۰۰۰۰) تارونو لرونكي دي.
عصبي تارونه هم لنډ او هم اوږده دي چې ډېر اوږد يې د پښو د ګوتو حسي تارونه دى چې تر مغزه امتداد لري د نيورون ډولونه په لاندې ډول طبقه بندي شوي دي:
الف: حسي نيورون
ب: رابطې نيورون
ج: حركي نيورون
عصبي سلول دوه ډوله څانګې لري:
(Oxon) اكسون او (Dendrit) دندرايت. هر عصبي تار د اكسون لرونكى دى، چې د عايق پوښ څخه احاطه شوى، د حركتي اعصابو اكسونونه د مغز يوې برخې نخاع څخه شروع او د اعصاب په مركز كې ختمېږي او وروسته تحريكات عضلاتو ته رسوي.
د بېلګې په توګه د سترګود عصب اكسون ،د شبكې سلولونه د سترګو هغې برخې ته منعشب كوي،چې د نور په مقابل كې حساس وي چې بيا په داخل د مغز كې پراختيا پيدا كوي د حسي غړو له لارې كومې پېښې چې مغز ته لېږدول كېږي او د انسان په سلوك كې ددغه پېښو اغېزه د شخصيت په مختلفو ډولونو كې ښكاره كېږي. (P: 21/17).
د عصبي تحريك د لېږدېدو څرنګوالى:
كوم وخت چې تحريك او انګېزه ايجاد شي نيورون د بهرنيو لاملونو په تحريك نخاع ته خبر وركوي، او غبرګون هغه وخت څرګندېږي، چې يو خاص حالت پيدا او نيورونونو ترمنځ ارتباط ټينګ شي. نيورون د نيرونونو د عصبي شاوخوا دندرايتونو په وسيله اړيكې ټينګوي، دغه ډول پيوستوالى چې ارتباط رامنځ ته كوي (Synapse) نومېږي، يا په بل عبارت سره Synapse د يو نيورون تماس د بل نيورون سره كوم وخت چې عصبي حسي تار تحريك شي ډېر ژر پيغام نخاع او مغز ته رسوي او كوم وخت چې حركي نيورون په مغز كې تحريك شي په چټكۍ سره پيام ماهيچوي ټولو تارونو ته رسوي او وروسته تماس ټينګېږي، چې په مجموعي صورت عصبي تحريك نومېږي.
داسې پېژندل شوي چې الكتروشيمي موج په عصبي تارونو كې ايجادېږي، چې ډېر ضعيف او لږ انرژي مصرفوي او ډېر ځواك لري.
په هره اندازه چې دمغز مختلفې برخې د دماغ په عالي برخه كې قرار ولري، په هماغه تناسب به ډېر اهميت لرونكي وي او هم به مهمې دندې سرته ورسوي.
د مغز اساسي او عالي برخه د لوى دماغ د نيمايي كرې د يوه قشر څخه عبارت ده، چې په انسانانو كې د نيورون شپږو قشرونو څخه تشكيل شوي.
د نيورونو شمېر يې د لس ميلياردو څخه زيات دى، د نيورونو دا شمېره د عصبي څانګو ارتباطات په ښه او فوق العاده ډول برقرار وي، په وجود كې اعصاب يو تر بله اړيكې لري.
كله چې يو بد خبر زموږ دماغ ته رسېږي دماغ متاثر كوي او هيجاني حالت منځ ته راوړي.
هر انساني فرد چې د هيجاني شخصيت خاوند وي، د هغه جسمي او روحي روغتيا نيمګړى وي، د هيجاني افرادو هيجاني كېدو له امله د هغوى وخت او ځواك بې ځايه مصرفېږي، او روغتيا ته يې تاوان رسېږي، دغه ډول كسان د پاخه عمر په كلونو كې د وينې د فشار په ناروغۍ هم اخته كېږي.
په هيجاني حالت كې د بدن ټول غړي برخه اخلي او ځينې بدلونونه منځ ته راوړي دا ډول فزيكي بدلونونه د اعصابو د اتونوميك (Autonomic) خپلواكې دستګاه په واسطه كنترولېږي.
اتونوميك دستګاه له درېو برخو څخه جوړه شوې ده، چې اوله برخه يې په جمجمه كې او دوهمه برخه يې په هډوكو پورې تړلې ده، او دريمه برخه يې سمپاتيك يادېږي چې اوله او دوهمه برخه يوځاى كار كوي او د پاراسمپاتيك په نوم يادېږي. (۱۴: ص ۴۱۰).
(Simpatic) او (Porosympatic) يو د بل ضد كار كوي، په دې مانا كه چېرې يوه دستګاه د بدن د يو غړي فعاليت چټك كړي، برعكس بله دستګاه د هغه چټكتيا كموي.
د بېلګې په توګه د سمپاتيك دستګاه د زړه فعاليت زياتوي او پاراسمپاتيك دستګاه د زړه سرعت كموي، بايد ووايو چې دواړه برخې د هيجان په برخه كې موثرې دي، اما سپماتيك دستګاه د هيجان په برخه كې ډېر زيات تاثير لري.
Porosympatic او Sympatric دستګاه د بدن ټولو اساسي غړو ته لكه زړه، سږو، معدې، پښتورګو، مثانې، تناسلي غړو او همدارنګه د بدن نورو داخلي غړو ته عصبي رشتې غزولي دي.
د اتونوميك دستګاه د انسان په واك كې نه ده او د هغې اغېزې په بشپړه توګه غير ارادي دي، نو په همدې لحاظ د اتونوميك يا خپلواكې دستګاه په نامه يادېږي او دا يو حقيقت دى چې د هيجاني حالت رامنځ ته كېدل يو غير ارادي كار دى او فرد نه شي كولاى چې له دې حالت څخه ځان وساتي، كله كله چې يو كس په غوسه كېږي، يو شمېر فزيولوژيكي بدلونونه سمدلاسه منځ ته راځي، امكان لري چې تر ټولو د مخه د هضم عمليه په ټپه ودرېږي، چې د هيجان په وخت كې فقط ۱۰% د هاضمې شيره د معدې څخه ترشح كېږي، او د لاړو غدې په كلي ډول ترشح نه كوي.
په دې وسيله كېداى شي چې د وېرې او د خوښۍ د هيجان په حالت كې د نبض د ګړندي كېدو سبب شي.
د ډېر پياوړي هيجاني فشار په حالت كې نه يوازې نوموړي نښې ليدل كېږي، بلكې د انسان سلوك هم تغير مومي، او د تحريك او لمسون عمومي غبرګون منځته راځي، سلوك او حركتونه او د ژبې نښتل او سلوك بې نظمه كېږي. بې ارتباطه خبرې منځته راځي، د فشار ډېره پياوړتيا د معكوس عكس العمل سبب ګرځي. څرنګه چې غوسه او هيجان انسان د رواني او فزيكي پلوه ستړى كوي، دغه راز د زده كړې پروسه هم تر اغېزې لاندې راولي. (۷: ص ۶۳).
الف: كورنى لامل:
د كورنۍ رول د شخصيت په جوړښت كې:
دا څرګند حقيقت دى چې د انساني فرد د شخصيت په وده كې د كورني ژوند اغېزه د ټولو نورو لاملونو څخه زياته ده او په ځانګړې توګه د مور او پلار اړيكې او ټولنيز كړنلاره د ماشوم پر شخصيت باندې په زړه پورې اغيزې لري. (۴: ص ۸۴).
د مور او پلار نرم سلوك د كوچنيانو د شخصيت د ودې سبب ګرځي، له مور او پلار څخه ماشوم ويره، د هغوى رټل او همدارنګه اروايي او روحي ستونزې، كورنۍ شخړې، خواشيني او بې اطميناني د ماشومانو د شخصيت د ودې مخنيوى كوي.
كور او كورنۍد انسانانو د ښوونې او روزنې يوه غير رسمي موسسه شمېرل كېږي، كورنۍ د ماشوم د زېږېدو څخه د وړكتون د پېل كېدو تر وخته او بيا د ښوونځي پېل تر وخته د ماشومانو لپاره په ځانګړي توګه او وروسته له هغه په عمومي توګه د مينې، محبت، دوستۍ او د جسمي اړتياوو وسايل برابروي.
د جان ديوي د نظر سره سم ماشومان تقريباً په سلو كې پنځوس ښوونه او روزنه د كور او كورنۍ په غېږ كې ترلاسه كوي. په حقيقت كې كور يوه بنسټيزه سرچينه ده، چې نور موسسات له هغه څخه انكشاف كوي.
په كور كې كوچنيان لومړنۍ ټولنيزې اړيكې زده كوي، همدا راز كور دى چې كوچنيانو ته شخصيت وركوي، مخكې له دې چې د كورنۍ په برخه كې د يوې ټولنيزې موسسې په توګه بحث وكړو، ښه به دا وي تر څو پوه شو چې موسسه څه مانا او مفهوم لري هارتون موسسه په دې ډول تعريف كړې ده:
موسسه د ټولنيزو اړيكو يو منظم سيستم دى، چې د عمومي ارزښتونو لارې چارې او روشونه لري او د ټولنې ځنې اساسي او بنسټيزې اړتياوې پوره كوي،نوموړى ټولنپوه په دې عقيده دى چې مغلقو او پېچلو ټولنو كې پنځه اساسي ټولنيزې موسسې چې د كورنۍ، مذهب، دولت، ښوونې او روزنې او اقتصاد په نومونو وجود لري، هره يوه پخپله برخه كې د ټولنې بنسټيزې اړتياوې او احتياجات پرځاى كوي، خو زموږ د څېړنې موضوع كورنى لامل دى، راځو دې ته چې كورنۍ څه ته وايي؟
كورنۍ د منل شويو نورمونو او روشونو يو سيستم دى چې مهمې او غوره دندې سرته رسوي.
كورنۍ د يوې ټولنيزې موسسې په توګه لاندې اغېزې لري:
د كوچني ټولې ارزوګانې پوره كوي او هم د كوچني عاطفي او هيجاني تجاربو ته زمينه برابروي، چې ممكن د كوچني د شخصيت د ودې او يا د ودې وروسته پاتې كېدو سبب وګرځي.
كورنۍ د لوبو فرصتونه د كوچني د جسماني ودې او روغتيا په برخه لكه: ښه خواړه، ښه لباس، د استراحت وسايل، د ساعت تېرۍ آلات او داسې نور شيان برابروي.
د كوچني نيازمندي او ضرورتونه او د هغه تعلق لرل د نورو انسانانو سره جوړوي.
تر شپږ كلنۍ پورې د كوچني لپاره يو مهم ځاى شمېرل كېږي، چې وروسته له هغه د كوچني د ټولنيز كېدو دايره د ښوونځي په محيط كې پراختيا پيدا كوي، خبرې كول، عادات او معاشرت زده كوي.
له دې څېړنې داسې نتيجه اخلو چې د ماشوم په ټولنيز كولو او ښوونه او روزنه كې كورنۍ بنسټيز او مهم رول لري، د ماشوم د روزنې او د هغه د شخصيت جوړولو له مخې دومره بنسټيز اهميت لري چې د هغې ټولې دندې د ماشوم د ودې او پرمختګ سره نږدې اړيكې لري. (۸: ص ۱۹۳).
د ماشومانو ټولنيز كولو له مخې خپل دودونه، عقايد، عادات، د ژوندانه لارې چارې او ارزښتونه په هغوى كې وده كوي د مينې او محبت، څارنې او ساتنې او اقتصادي سموالي له مخې د ماشومانو د متكامل او متعادل شخصيت پوخ او كلك بنسټ ږدي.
كورنۍ بايد د شخصيت ذهني او بدني بشپړې ودې په برخه كې لاندې ټكي هم په نظر كې ونيسي.
۱: كوچنى غواړي چې فعال او كار كوونكى وي، كورنۍ كولاى شي چې دوى ته زمينه برابره كړي.
۲: لكه مخكې چې يادونه وشوه، د ماشوم ذهني او بدني ودې لپاره ټول امكانات په كار واچول شي.
۳: ميندې او پلرونه د بلوغ او ځوانۍ د دورې په فزيكي او بدني بدلونونو پوه شي او د هغو سمه لارښوونه وكړي.
۴: د ماشوم ټولنيزې اړتياوې درك او په ښه طريقه پوره كړي.
۵: د ماشومانو ټولنيزه ښوونه او روزنه وشي.
۶: د ماشومانو لپاره د جنسي ښوونې او روزنې په برخه كې لازم معلومات چمتو شي.
۷: د ماشومانو د راتلونكي ښه ژوندانه لپاره ښوونه او روزنه برابره شي.
۸: د ماشوم كنجكاوي يا هڅه او پلټنه په ښه وجه ترسره شي.
۱۰: د ماشوم د روحي اړتياوو پوره كولو لپاره زمينه برابره شي.
۱۱: ځوانانو ته حرفو او مسلكونو په باره كې معلومات وركړل شي.
۱۲: په ماشومانو كې د طبيعت د ښكلا مينې لرلو ته وده او انكشاف وركړل شي.
كورنۍ د تاريخ په اوږدو كې په مختلفو بڼو وجود درلود، د وخت او زمان د اقتصادي او ټولنيزو بدلونونو سره كورنۍ هم خپلې بڼې ته تغير وركړى دى، په ټوليز ډول كورنۍ په هره ټولنه كې د هماغې ټولنې د فرهنګ تر اغېز لاندې وي.
په مختلفو كلتورونو كې په مختلفو بڼو كورنۍ موجودې وې، كه چېرې د كورنيو بڼو او د هغوى د اړيكو اغېزې د ماشومانو په شخصيت باندې په ژوره توګه په نظر كې ونيسو نو څرګنده به شي چې دغه اړيكې د ليدو وړ اغېزې لري، همدغه علت دى چې د ارواپوهنې ماهرين په دې ټينګار كوي چې كورنۍ او د ښوونځي ښوونكي د ماشوم په زده كړه كې بايد مهربانه او دوستانه سلوك وكړي، په هره اندازه چې واټن د ماشوم د مور او پلار او د ښوونځي ښوونكو سره نږدې وي په هماغه اندازه د شخصيت د ودې لپاره لازم شرايط چمتو كېږي. (۵: ص ۵۲).
د ښوونې او روزنې يو عالم (جان لاك) د كور او كورنۍ د ښوونې او روزنې كلك پلوي وه، ده عقيده درلوده چې ماشوم مجبور دى لومړى تر هر څه خپله مورنۍ ژبه زده كړي او دا كار د كورنۍ په چاپېريال كې په ډېره ښه توګه ترسره كېږي.
او همدارنګه ژان ژاك روسو، د ميندو پلرونو څخه غوښتنه كوي تر څو د خپلو ماشومانو لپاره د هغوى د خوښې او زړه پورې شرايط د كورنۍ په چاپېريال كې چمتو كړي. اوس راځو دې ته چې كورنۍ د تاريخ په اوږدو كې په كوم نومونو ياد شوي، او څه دندې يې درلودې؟
كورنۍ ته په انګليسي ژبه كې فاميلي (Family) وايي، او په لاتيني ژبه كې د كورنۍ لپاره د ايكونوميكو Economico اصطلاح استعمالېده، چې د اقتصاد د كليمې سره اړيكې لري، او كورنۍ د اقتصادي اړيكو لومړنى مركز دى چې ورو ورو نورې اخلاقي او ټولنيزې اړيكې پكې پراختيا مومي.
د كورنۍ په چاپېريال كې مور او پلار كلمه د ماشوم لپاره لومړنى مفهوم ګڼل كېږي، وروسته له هغې پلار او د كورنۍ نور غړي د ماشوم لپاره د كورنۍ په چاپېريال كې وسايل او څيزونه د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې وسيلې ګنل كېږي.
په پخواني يونان كې ښځې په ټولنه كې د ښه دريځ خاوندانې نه وې. له همدې كبله د ماشومانو ښوونه او روزنه د غلامانو په غاړه وه، چې په هغه وخت كې د پيداګوګاس او پيداګوو سويې په نومونو سره دندې ترسره كولې. په منځنيو پېړيو كې د ماشومانو د ښوونې او روزنې مسئوليت د كور او كورنۍ له چاپېريال څخه خوراك ځايونو، وړكتونو او نورو شخصي پالنځيو ته وسپارلى شوې.
له اتلسمې پېړۍ راپه دې خوا د ماشوم لپاره كور څخه د باندې مناسب ځايونه منځ ته راغلل، مګر ددغه وخت ښوونې او روزنې او اروا پوهنې پوهانو په دې باندې ډېر تاكيد كاوه، چې كورني ښوونه او روزنه د ماشومانو د شخصيت د ودې لپاره ډېره ضروري ده.
كه چېرې دا كار په كورنيو كې ترسره كېدلاى نه شي نو لږ تر لږه بايد د كورنۍ چاپېريال شرايط په نورو موسسو كې د ماشومانو لپاره برابر شي. (۱۳: ص ۲۳).
له همدې كبله كورنۍ لومړنى ښوونځى او ميندې او پلرونه لومړني ښوونكي بلل كېږي، دا چې ماشومان او هلكان وروسته بيا د لوېدو په وخت كې د كوم ډول شخصيت او كوم ډول ځانګړتياوو او مشخصاتو خاوندان وي د ماشوم علاقې پورې اړه لري.
زيات پوهان په دې عقيده دي چې دغه ځانګړنه د هغوى د كورنۍ په وسيله ټاكل كېږي، دا ځكه چې د سړي د شخصيت بنسټ تر ۶ كلنۍ يا ۷ كلنۍ پورې بشپړتيا مومي او د ماشومانو همدغه كلونه هم په عمومي توګه په كورنۍ كې وي نو له دې كبله د ماشوم په ټولنيز كولو او ښوونه روزنه كې كورنۍ لومړنى بنسټ تشكيلوي.
كورنۍ د ماشوم روزنې او د هغه د شخصيت په جوړولو كې د بل هر څه نه زيات اهميت لري.
او په دې برخه كې هارتون او هنت داسې څرګندوي چې ډېر جدي منحرف او وران كار، هغه ماشومان دي چې هېڅوك د هغه پاملرنه او ساتنه نه كوي، ناقرار چاپېريال د خوراكي موادو كمبود د سرپناه نه لرل، كوچني څخه په ښه توګه ساتنه نه كول، او د ژوند د وسايلو او شرايطو محدوديت او نشتوالى ټول هغه لاملونه دي چې كوچنى په روحي ناخوالو اخته كوي، چې په نتيجه كې د كوچني د ذهني او ټولنيزې ودې د نيمګړتياوو سبب ګرځي او په دې توګه ماشوم نه شي كولاى چې خپل شخصيت ته وده وركړي.
د كورنۍ دندې:
مرداك د كورنۍ لپاره څلور مهمې دندې ټاكلي دي:
۱: جنسي: جنسي اړيكې كوم چې د يوې كورنۍ د جوړښت بنسټ تشكيلوي.
۲: اقتصادي: د كورنيو د غړو د فعاليتونو پر بنسټ د مادي احتياجاتو پوره كول.
ځكه چې د كورنۍ اقتصادي وضعه نېغ په نېغه د ماشوم پر شخصيت باندې اغېزه لري، هغه ماشوم چې د ژوند ټول وسايل ورته اماده وي په ټولنيز ژوند كې ستونزو سره نه مخامخ كېږي، او په نتيجه كې د شخصيت د ودې لپاريي ښه چانس مساعدوي، برعكس هغه ماشوم چې اقتصادي حالت يې خراب وي خپل ځان مايوس ارزيابي كوي.
۳: د نسل تولد: په داسې حال كې د نسل تولد د كورنۍ محيط پرته هم ترسره كېږي، خو بيا هم د نسل تولد د كورنۍ اصلي دنده ده. (۳: ص ۳۸۹).
۴: پلار، مور او د كورنۍ نور مشران د ماشومانو د روزنې دنده په غاړه لري، همدوى دي چې د شخصيت د بنسټ ايښودلو مسووليت لري.
څرنګه چې ماشومان په څلورو كې درې برخې وخت په خپل كور كې تېروي، نو دلته له يوې خوا ډېر شيان زده كوي او له بلې خوا د ښوونځي د ښوونو او زده كړو لپاره بنسټ او مرسته برابروي.
له دې څېړنو څخه دا نتيجه اخلو چې د ښوونځي او كورنۍ ترمنځ د اړيكو ټينګول اړين برېښي.
د كورنۍ په چاپېريال كې د ماشومانو د معلوماتو د زياتېدو لپاره يو شمېر كتابونه، مجلې، ورځپاڼې او داسې نورې خپرونې چې ماشومان ډېر مسايل د هغه څخه زده كوي، او په دې توګه د ماشوم د شخصيت د ودې لپاره لازم شرايط چمتو كېږي. د مور او پلار اړيكې او ټولنيز كړنلاره د ماشوم پر شخصيت او د ښوونې او روزنې په پروسه كې اغېزمند رول لوبوي.
هغه كورنۍ چې په هغوى كې د ديموكراسۍ اصل حكم فرما وي او د ماشومانو احتياجات او غوښتنې په مشروع ډول په نظر كې نيول كېږي، معمولاً د ماشوم د شخصيت پر وده كې مثبت تاثير لري، برعكس په هغه كورنۍ كې چې استبداد، اختلافات او ديكتاتورانه سلوك واكمن وي او د ماشومانو تربيتي اصل تر پښو لاندې وي په اخرين تحليل كې د ماشوم پر شخصيت باندې منفي تاثير غورځوي. (۵: ص ۱۴۶).
د بېلګې په توګه د ماشوم د تولد له مخې كورنۍ د نفوسو زياتوالى او د ټولنې بقا او دوام پوره كوي او ټولنيز كولو له مخې دودونه، عقايد، عادت، د ژوندانه لارې چارې او ارزښتونه په هغوى كې د زده كړې له لارې بشپړېږي.
د كورنۍ جوړښت او ډولونه:
كه چېرې د كورنۍ د نورو سلوكي اړيكو اغېزې د ماشومانو په شخصيت باندې په ژوره توګه د څېړنې لاندې ونيول شي نو ښكاره به شي چې دغه اړيكې او څرنګوالى ډېر ښكاره او څرګندې اغېزې لري.
د ارواپوهنې د څېړنو په بنسټ د سلوكي اغېزو له پلوه كولاى شو كورنۍ په څلورو ډولونو وويشو: (۳: ص ۳۸۳).
۱: هستوي كورنۍ (Nuclear Family):
د يوه سړي او يوې ښځې او يو شمېر ماشومانو څخه منځته راغلې ده، او د خپلواكه كورنۍ په نامه هم يادېږي، په دې ډول كورنيو كې ګډ سلوك او مسئوليت د ټولو غړو ترمنځ ليدل كېږي.
د كورنۍ هر غړى په ټاكلي اندازه خپلواكه او مسووليت لري، كولتوري شرايطو په بنسټ په دې كورنيو كې يو شمېر معقول سلوكونه پراختيا مومي.
په دې كورنيو كې د ټولو غړو ترمنځ سلوكي اړيكې او د هغوى تقليد او امتثال د پراختيا سبب كېږي، يعنې ځنې وخت ميندې او پلرونه د خپلو زامنو او لوڼو د سلوك څخه ډېر څه زده كوي. د تقليد او امتثال نمونه ګڼل كېږي او ماشومان د هغو څخه ډېر څه زده كوي.
د ارواپوهنې او ټولنپوهنې له نظره خپلواكه مسئولې كورنۍ چې د كولتوري شرايطو په نظر كې نيولو سره پراخې شي د ماشومانو د شخصيت په وده كې ګټوره اغېزه لري.
دغه شان يوه كورنۍ په لاندې توګه اغېزه لري:
۱: په كورنۍ كې د ژبې د زده كړې چټكتيا پياوړى كېږي.
۲: د ماشومانو ټولنيزه روحيه وده مومي.
۳: ماشومان د عامې پاملرنې حساس خصوصيتونه ترلاسه كوي.
۴: د ويلو، ليكلو او حسابولو پوهېدنې او پوهونې وړتيا په كورنۍ كې پراختيا مومي.
۵: د هيجاني او احساساتي ژغورنې لپاره په كورنۍ كې ډېر ښه شرايط موندل كېږي.
۶: د ماشوم د هر راز غوښتنو او اړتياوو د پوره كولو شرايط د كورنۍ په چاپېريال كې ليدل كېږي.
۲: پراخه كورنۍ (Extended Family):
د هستوي كورنۍ نه پراخه ده. د يو سړي او يوې ښځې او زامنو (اولادونو) څخه منځ ته راغلې ده، چې اولادونه يې وروسته له واده د خپل پلار په كور كې او يا د خپل خسر كور كې ژوند اختياروي.
پلار واكي (پدرشاهي) كورنۍ (Patrilineal Family):
په دې كورنيو كې پلار په سلو كې لحاظ غوڅ واك لري، او د كورنۍ نور غړي اړ دي د پلار د سلوك مطابعت وكړي، په دې كورنيو كې د ماشومانو ټولنيز كېدل له خنډ سره مخ وي. (۳: ص ۳۸۲).
په خپلو شخصي او ټولنيزو مسايلو كې هوډ نيولى نه شي او د ښوونې او روزنې له پلوه يې هم سويه ټيټه وي. پلار واكي درې عمده ځانګړتياوې لري:
۱: دا چې خپل شهرت د خپل پلار څخه اخلي، يعنې د كورنۍ ټول غړي د خپل پلار له نوم څخه خپل تخلص اخلي.
۲: دا چې د اوسېدلو د ځاى ټاكل د پلار له خوا كېږي او په دې اړوند ټولې پرېكړې پلار نيسي.
۳: دا چې په دې ډول كورنيو كې پلار او زامن د كورنۍ اصلي وارثان دي. يعنې لوڼې وروسته له واده له كور څخه وځي او زامن يې له خپلو ښځو سره د خپل پلار په كور كې پاتې كېږي.
۴: مور واكي (مادر شاهي):
۵: په دې ډول كورنيو كې د ځنو ټولنيزو او اقتصادي علتونو په نسبت مور سلوكي واك لري، البته د ځينو ټولنو د كلتوري مشخصاتو په نسبت دا حالت شايد د ماشومانو د زده كړې په برخه كې تر يوې اندازې ستونزې منځ ته رانه وړي. مګر په ځنو كلتورونو كې دا حالت ممكن د منلو وړ نه وي. او ددې علت هم دادى چې دغه كلتورونو كې ميندې خپل سلوك د نارينه و د سلوك څخه بل ډول څرګندوي. ماشومان بايد د كورنۍ څخه د باندې د چارو په سرته رسولو كې د برخې اخستلو او هوډ نيولو او نورو سره د اړيكو ټينګولو لپاره د ميندو تابع واوسي. (۳: ص ۳۸۴).
دا حالت تر يوې اندازې د انتقاد لاندې راځي او ددې حالت اثرات د نجونو او هلكانو د شخصيت په وده كې ناوړه اغېزه كوي. په دې ډول كورنۍ كې واك مور سره وي، كله كله داسې هم كېږي چې د سلطنت واك هم ښځو او يا لوڼو ته وركول كېږي. كه چېرې مور ونه شي كولاى چې د سلطنت د واك له مسئوليت څخه ووځي نو مور خپل ورور ته واك وركوي. په امريكا كې د پلار واكۍ څخه مور واكۍ ته شرايط چمتو كېږي. مورواكي هم درې ځانګړتياوې لري، لومړى اولادونه خپل كورنى نوم د مور څخه اخلي. دوهم دا چې د ژوند لپاره د ځاى ټاكل د مور له خوا كېږي.
دريم دا چې دا ډول كورنۍ د مور او لوڼو څخه منځ ته راځي او زامن د واده څخه وروسته له كوره ووځي، د هوپى په قبيله كې ښځې ته ډېر ځواك وركوي، او ښځه د كورنۍ حاكمه ده او سړى د خپلې ښځې په كور كې ژوند كوي. ښځه او د ښځې كورنۍ د خپل ميړه څخه ملاتړ كوي.
سړى د كور په كارونو بوخت وي او ښځه په اقتصادي امورو كې بوخته وي، يو بل ډول كورنۍ چې امريكا كې په سترګو كېږي هغه ته اولاد سالاري وايي.
په ښوونې او روزنې باندې د كورنۍ ژوند اغېزه:
د كورنۍ د ښوونې او روزنې څرنګوالى د ماشومانو په برخه كې ډېر اغېزمند او ارزښتناك بلل كېږي. البته يو پرمختللى كورنۍ كولاى شي د بېلابېلو حالاتو او موضوعاتو په برخه كې د ښوونې او روزنې اسانتياوې د ماشومانو لپاره برابري كړي چې دلته موږ په لنډډول له هغو څخه يادونه كوو:
۱: كورنۍ ماشوم ته داسې ښوونه او روزنه برابروي چې د ټولنې د مقرراتو سره سم د ژوند كولو لارې چارې زده كړي او خپل شخصيت د همدې مقرراتو په بنسټ پياوړى كړي.
۲: كورنۍ د ماشوم د جسمي ودې لپاره هر ډول وسيلې لكه خوراك، پوښاك، د تفريح وسايل او داسې نور برابروي.
۳: كورنۍ د كوچنۍ ټولې هيلې او غوښتنې هغه ته برابروي په كورنۍ كې كوچنى پوهېږي چې د كورنۍ د ټولو غړو ترمنځ غوښتنې، اړتياوې او خوښي شريكې دي.
۴: كورنۍ ماشوم ته روحي ژغورنه او پالنه په برخه كوي او د ماشوم د احساساتو د پراختيا لپاره ښه شرايط برابروي. كور او كورنۍ په چاپېريال كې ماشومان د نويو شرايطو سره مخامخ كېدو لپاره چمتو كوي.
۵: د بېلګې په توګه خبرې كول زده كوي، ځينې لومړني عادتونه او مفكورې خپلوي.
كورنۍ د ماشوم ذهني ځواك ته پراختيا وركوي، په دې اساس د ماشومانو مشرانو ته په كار دى چې د خپلو ماشومانو رښتينى ذهني وده وپېژني او د هغوى د پراختيا لپاره لاس په كار شي.

د كورنۍ د نه پاملرنې له امله د ماشوم شخصيت ته تاوان رسول:
كومې څېړنې چې زموږ په هېواد كې د جنګ او جګړې په هكله شوي دي، له څېړنو څخه داسې نتيجه لاس ته راځي چې د كوچني په سايكولوژيكي او هيجاني ودې كې په تېره بيا د ژوند په لومړيو دورو كې د مور او پلار پاملرنه خورا زيات ارزښت لري.
له دوى څخه د كوچنيانو بيلتون او يا د هغوى مړينه هرو مرو د نوموړي كوچني د هغې مينې، پاملرنې او ځانګړې پالنې څخه چې پخوا يې له هغوى ليدله بې برخې كېږي، چې دغه حالت د كوچني د ژوندانه په وروستيو پړاوونو كې د هغوى په وده ډېره ناوړه اغېزه كوي. د ماشوم د شخصيت د ودې لپاره د خوندي او هوسا چاپېريال موجوديت لازم او اړين دى، كله چې د جنګ له امله دغه راز چاپېريال بې امنه او په غېر خوندي چاپېريال بدل شي نو هرو مرو په كوچني كې د وېرې او ډار احساس راپيدا شي او دا د وېرې احساس ورو ورو پراختيا پيدا كوي، په پاى كې كوچنى په خپل چاپېريال بې باوره شي او په ټولنيز ژوند كې ستونزو سره مخامخ كېږي، او په نتيجه كې د شخصيت د ودې لپاره يې ښه چانس مساعد نه وي.
كورنۍ د اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او نورو هڅو لومړنى ځاى ګڼل كېږي، دلته ماشوم تر زياتې اندازې ددغو هڅو سره اشنا كېږي، ځكه دا ډول هڅې د دوى د راتلونكي ژوند سره اړيكې لري.
اكثره ارواپوهان په دې نظر دي چې د ټولنې ډېر زيات روحي او ذهني معيوب كسان او همدارنګه د ټولنې ناوړه افراد او جنايتكاران، غله او لاروهونكي هغه څوك دي چې د نيمګړو نامنظم او ويجاړو كورنيو څخه راوتلي دي، او د كورنۍ صميميت او شفقت، مينې او محبت او غوره پاملرنې او ساتنې څخه بې برخې وو. (۸: ص ۲۰۶).
ټولنيز عوامل (Social Cause):
ټولنيز چاپېريال بنسټ د فرد او د افرادو ټولنيزو اړيكو ټينګول دي، چې د كورنۍ څخه پيل خپل خپلوان، دوستان او د زده كړې چاپېريال پورې دوام كوي.
ټولنيز چاپېريال د انساني فرد پر سلوك او كردار باندې فوق العاده اغېز لري. كورنى ژوند د كورنۍ د غړو د ښوونكو او په ټولنه كې د فعاليت له كبله د افرادو سره په شكل د اشكالو د اړيكو ټينګول او په دې توګه د ټولنې مثبت اغېزې خپل ځان كې څرګندوي، ټولنيز عوامل د شخصيت پر وده باندې د راز راز لارو اغېزه كوي چې يو ددغه لاملونو څخه د زده كړې چاپېريال دى.
د زده كړې چاپېريال د ښوونكو او د ښوونې او روزنې د بهير په څرنګوالي كې بشپړتيا مومي.
د مسئلې د وضاحت لپاره ضروري ده چې د ځينو پوهانو نظريې را واخلو:
جانلاګ وايي: د انسان ذهن جوخت د زېږېدنې په وخت كې داسې وي لكه د يوه سپين كاغذ پاڼه چې هېڅ څيز پرې باندې ليكل شوى نه وي، خو لږ لږ او په ورو ورو سره چې په ژوند كې د خلكو سره اړيكې پيدا كوي او د وخت په تېرېدو مياشتې، كلونه د چاپېريال په ليدو او د ژوند د خوږو او ترخو پېښو اغېزې پرې زياتېږي.
د جانلاګ په عقيده تجربه يعنې هغه څه چې د زده كړې سبب ګرځي او د پوهې بنسټيزه چينه ده، دوه ډوله ده:
يو دا چې د چاپېريال څخه يې ترلاسه كوي، او بل هغه چې د تفكر له لارې څخه يې لاس ته راوړي، هغه څه چې د چاپېريال څخه اخيستل كېږي يعنې هغه معلومات چې د حواسو په واسطه د اشياوو خلكو او اوضاعو كيفيتونو او پېښو سره د اړيكو په وجه راپيدا كېږي، ټول عقل كې راغونډ او وروسته له اداركه چې د زده كړې لومړنى پړاو دى تميز، مانا، سنجش د مفاهيمو ترمنځ اړيكې ساتل، ياد راوړل، يوځاى كول، بيلول لنډه دا چې هر شى د حواسو په واسطه زده كېږي.
يانې محسوسات د بشر په حواسو اغېزه غورځوي، سړيتوب او د انسان ټول بنسټيز د انسانيت خويونه او كړه وړه د چاپېريال له اقتصادي، سياسي، اجتماعي، كلتوري او طبيعي شرايطو او زده كړې معلول او محصول دى، د ټولنيز چاپېريال بنسټ د فرد اړيكې د افرادو سره جوړوي چې د كورنۍ څخه پېل او د ټولنې نورې موسسې په بر كې نيسي.
ټولنيز چاپېريال د انساني فرد پر سلوك او كردار باندې فوق العاده اغېز لري. كورنۍ د غړو لكه مور او پلار، ورور، خويندې او لور نږدې خپلوان، ټولنيز اړيكې او اخلاقي معيارونه پر ماشوم باندې اغېزه لري.
حتى د ښوونې او روزنې له نظره كورنۍ لومړنى ښوونيز كانون ګڼل كېږي، د ماشوم د مور او پلار څخه وروسته دوهم شخص چې د ماشوم د شخصيت په جوړښت كې فوق العاده رول لري، ښوونكي، د ښوونځي مسئولين، ښوونكو او زده كوونكو ټولنيزي ځانګړتياوې د ماشوم په شخصيت كې مهم رول لري. (۷: ص ۱۰۸).
د كورنۍ اقتصادي حالت، د كلي، بازار او د ښار ټولنيز تركيب او ټولنيز جوړښت د ماشوم پر شخصيت او همدارنګه د ماشوم پر زده كړه او ښوونيزې ودې باندې پوره اغېزه لري.
په ټولنيز چاپېريال كې د لوستو كسانو زياتوالى او كموالى د ماشوم پر شخصيت باندې هر يو مثبت او منفي اغېز لري.
لارس شافر او ادوارد شابن د ارواپوهنې استادانو خپل اثر توافق حيات كې داسې ليكلي دي:
څو ځلي هغه يو شمېر ماشومان چې په غير انساني چاپېريال كې روزل شوي وو، د ژورې كتنې او څارنې لاندې نيول شوي وو، ددې ډلې ماشومانو څخه ځينې چې د انساني چاپېريال څخه ګوښه ساتل شوي وو او د پوهنيزې كتنې لاندې نيول شوي وو، د هغې له مخې ښكاره شوه چې ټولنيز انساني ژوند كې د زده كړې اغېزه د انساني شخصيت لپاره څومره اغېزمن ده، څنګه چې وليدل شول هغه ځنګلي ماشومان ولكه ژوي په څلورو به تلل، د دوى څخه يو هم د پوهولو راپوهولو كوم وضعيت يا نښه له ځانه ونه ښودله، نو څرګنده شوه چې دوى لكه ژوو غوندې وو ژبه يې نه درلودله، د الاتو څخه يې د لاسونو په واسطه كار اخيستلى نه شو، ګويا د لاسونو څخه استفاده كې يې له ځانه داسې هنر او عمل ښودلى نه شو چې د پښو او لاسو ترمنځ يې توپير وشي د خواړو او خوړلو ډول يې كټ مټ لكه ژوو غوندې وو ددې څېړنو او كتنو څخه داسې جوتېږي چې د بشري لوړو انساني كړو وړو خصوصيات هېڅكله د فطري غرايزو او بيولوژيكي استعدادونو محصول نه ګڼل كېږي، ځكه چې دغه ځنګلي ماشومان كه څه هم د عادي انسانانو په ډول د څېرې او جوړښت خاوندان وو او په بيولوژيكي لحاظ يې د نورو انسانانو سره توپير نه درلوده، خو د روحي مشخصاتو له لحاظه انسانانو ته هېڅ نه ورته كېدل، يعنې هغه كړه وړه چې د انسان خاصيت ګڼل كېږي په هغوى كې يې نه وه ، په انساني ټولنه كې د هغوى د سازش درجه صفر وه، نو ټولنيز چاپېريال او شرايط ماشوم د كړو وړو او شخصيت له نظره څنګه چې وي يا غواړي روزي يا دا چې زده كړه ده چې د انسان د كړو وړو او د شخصيت سرنوشت ټاكي دا منل شوى حقيقت دى چې ژوند پخپله د يو سلسله تجربو او زده كړو هلې ځلې دي څوك چې ژوند كوي هغه به زده كړه كوي.
د زده كړې څخه مطلب يوازې د يو لړ معلوماتو حاصلول نه دي، بلكه د زده كړې څخه مطلب بدلون دى چې بايد د نړۍ د تكامل د بهير سره سم د فرد او ټولنې په روابطو، اقتصاد، سياست او توليد څخه په استفاده كې راشي. (۱۴: ص ۶۶).
ډېرې بېلګې شته چې ځينو خلكو ډېر معلومات او اطلاعات خپلو حافظو ته سپارلي، خو د هغوى په كړو وړو، رفتار او پندار باندې يې اندكه اغېزه هم نه ده اچولې، نو زده كړه د يو لړ معلوماتو او نومونو زده كول نه بلكې په روان عملي ژوند كې په هغه مطالبو باندې پوهېدل دي، چې د انسان په كړو وړو كې څرګند بدلون راولي.
بدلون د بشري ژوند قانون دى، هغسې قانون چې د پوهنيزې نړۍ ليد په انګړ كې بشر د عيني شرايطو سره سم د ودې او تكامل په لور بيايي.
بې له دې قانونه انسان به هېڅكله د پتمن ژوند خاوند نه شي په هره ټولنه كې اغېزمنده او ډېره مهمه موسسه چې د زده كړې په واسطه د افرادو د كړو وړو او بالاخره د ژوند څرنګوالي د بدلون او شخصيت د ودې لامل ګرځي، هغه ښوونځى دى او ښوونكى ددغې موسسې روح ګڼل كېږي.
يو ښه ښوونكى د يو فرد د شخصيت په جوړښت او وده كې مهم رول لري، هغه كولاى شي فرد مشاهده كړي هڅه وكړي چې د هغه موجوده وړتياوې او اړتياوې وپېژني، اغېزمن ښوونكي هرمند په څېر دى، ځكه چې د زده كوونكو تجربې په هغو لارو لارښوونه كوي چې زده كوونكي وكړاى شي خپلې اړتياوې لږې او يا ډېرې تامين كړي، د ښوونكو ټولنيز صفات او ښه چلند د ماشوم د شخصيت د ودې سبب ګرځي.
د ښوونكي ظاهري څېره او په ځانګړې توګه لومړنى چلند د ماشومانو لپاره پوره ارزښت لرونكي وي. د ماشوم د شخصيت په وده كې د ښوونكي روغتيا، عصبي سيستم، رواني وضع، فصاحت د ژبې، باصري حس اواز او نوري فزيولوژيكي ځانګړتياوې مهم رول لري.
ابن خلدون وايي د ښوونكي شاوخوا وګړي د ماشوم د شخصيت د ودې لپاره ښه نمونه وي.
نو د زده كړې په جريان كې په ماشومانو لطف او مرحمت وكړئ، امام غزالي (رح) د ښوونكي دنده د سپېڅلو دندو څخه بولي او خپلو نظرياتو كې وايي ښوونكى بايد ماشومانو سره زياته علاقه ولري، او د هغوى د شخصيت په روزنه كې د پاك الله جل جلاله رضا په نظر كې ونيسي.
ابن سينا په خپلو نظرياتو كې د ښوونكي اغېزې د ماشوم د شخصيت په وده كې داسې بيا نوى: ښوونكى بايد عاقل، پاك، عادل او ماشومانو لپاره د اخلاقو او ښه سلوك نمونه وي. (۷: ص ۱۱۳).
اخلاق او اخلاقي روزنه د ماشوم لپاره ضروري ده، ددې حياتي ضرورت څخه بايد غفلت ونه شي، ځكه په ټولنه كې د افرادو اخلاقي معيارونه هم د انسان په شخصيت باندې اغېز غورځوي.
كه ماشوم په داسې يوه ټولنه كې تولد شي چې افرادو يې مهربانه عاطفه بارحم لرونكى صادق، مسلمان او د ښو اخلاقو خاوند وي نو ماشوم د داسې افراد سره د اړيكو په ټينګولو سره خپل شخصيت بشپړولى شي.
انسان يو شعوري موجود دى، چې په ټولنه كې د ژوند په بهير كې ترلاسه شوي تجارب په خپل وار سره دده پر شخصيت باندې اغېز كوي.
د ماشوم تېر شوى ژوند د ماشوم راتلونكي ژوند باندې خپل اغېز غورځوي، كه چېرې ماشوم خپل ماشومتوب په يوه مطمئين چاپېريال كې تېر كړي، كوم چې د خوښۍ، مينې او محبت ښكارندوى وي، د هغه راتلونكى ژوند د هغه ماشوم سره چې يو بدبخت او نارام چاپېريال كې رالوى شوى وي، هېڅكله د پرتلې وړ نه وي، ځكه زده كړه ځانته آرام چاپېريال غواړي. (۶: ص ۱۵۶).
د انسان د شخصيت په وده كې باثباته ټولنه مهم رول لري، ځكه د جنګ او د وېرې له وجې انسان په ښه توګه زده كړې نه شي كولاى او په داسې چاپېريال كې شخص ستونزو سره مخامخ كېږي، او د انسان د شخصيت د ودې مخنيوى كوي. نو ويلاى شو چې ټولنيز چاپېريال او په ځانګړي توګه د زده كړې چاپېريال د شخصيت د ودې له مهمو لاملونو څخه شمېرل كېږي.

د شخصيت وده او ټولنيز كېدل:
Socialize and personality Development كه د طبيعت او چاپېريال د جوړښت په فكر ډوب شو او له ځان سره وانګېرو لوى لوى غرونه، ښكلي او ښايسته شنه ځنګلونه، ستر ستر سمندرونه او سيندونه، په غرونو، ځنګلونو او بحرونو كې ډول ډول ژوي، الوتونكي مرغان، ماهيان، خزندې او حشرات موجود دي.
له ځانه به وپوښتو كه د رنګونو دا دومره بېلابېل ډولونه موجود نه واى ايا موږ ته به دا ژوند كول په زړه پورې وه؟
د نړۍ د ټولنيز ژونديو موجوداتو او له هغې جملې څخه يو موجود انسان دى چې خپله هم ټولنيز او ژوند يې هم ټولنيز بلل كېږي او دا تولنيز ژوند د شخص په شخصي تجربو، كلتوري سطحې، د شخص په اناتومۍ، فزيولوژيكي او سايكولوژيكي ځانګړو خواصو پورې اړه لري.
له بلې خوا ټاكلى شخصيت د ټولنيز محيط اغېزه په غير فعاله بڼه نه بلكه په فعاله او انتخابي بڼه د خپلو شخصي خصلتونو او شخصي ګټو او غوښتنو پر اساس اخلي.
شخصيت چې د ټولنې محصول دى، ددې خبرې مانا دا نه ده چې ګوندې شخصيت د ټولنيز ميكانيزم بې ارادې پېچ دى، په هماغه اندازه چې شخصيت د ټولنيز محيط په غېږ كې روزل كېږي، په هماغه اندازه ټولنه هم د خپلې اغېزې لاندې راولي.
د ټولنې په بڼه او تاريخ جوړولو كې مهم نقش لوبوي. د شخصيت فعاليت د فوق العاده اهميت لرونكى دى، همدا فعاليت دى چې انسان او انساني ټولنه يې پيدا كړې ده. په فعاليتونو كې انسان د طبيعت د تغير او د ټولو مادي او معنوي نعمتونو د پيدا كولو د مبتكر په حيث تبارز كوي. (۴: ص ۱۸۴).
په فعاليتونو كې د انسان فردي شخصيت هم وده كوي، شعور تشكيل مومي، عقل او فزيكي استعدادونه انكشاف كوي.
انسان د فعاليت په جريان كې خپل ځان او شاوخوا نړۍ پېژني، كه څه هم چې د شخصيت په روزنه كې حاكم افكار او مناسبات قاطع رول لري، خو د تېرې زمانې ټولنيز اقتصادي مناسبات بې تاثيره نه پاتې كېږي.
دوى كې داسې احساسات ايجادوي چې د موجودې ټولنې د مقتضياتو سره تطابق نه كوي، همدارنګه مختلف اطلاعاتي وسايل، انټرنېټ او نور ماډرن تكنالوژي د انسان په افكارو نفوذ كوي، مختلف شخصيتونه منځ ته راوړي.
همدارنګه هر شخصيت د ټاكلي ټولنيز محيط په عمومي شرايطو د كورنۍ محيط، په تېره بيا (پلار او مور، كوڅه، بازار، ښوونځى، مسجد، توليدي كولكتيف) كې ژوند كوي.
مايكرو محيط هغه منشور ته ورته والى لري چې د هغې څخه د ټولنيز محيط عمومي اغېزې لكه اقتصادي، اجتماعي، سياسي، فرهنګي او معنوي مناسبات تېرېږي د انسان شخصيت ته بېلابېل رنګونه وربښي.
د مايكرو محيط د ټاكلو شرايطو د تنوع له كبله او د ټولنيز محيط د شرايطو له نظره شخصيت مختلف اړخونه او وريانتونه اختياروي. يو بل علت چې عين ټولنه كې متعدد شخصيتونه منځ ته راحي دادى چې شخصيت يو فعال موجود دى، د شخص د فعاليت معيار، د كل په توګه په ټولنيزو شرايطو او مايكرو محيطي لاملونو پورې اړه لري، لكه څرنګه چې پخوا مو اشاره وكړه كار او عمل د انسان د شخصيت په تشكل كې مهم رول لوبوي.
د كار او عمل تاثير د ټولنې په اقتصادي شرايطو پورې اړه لري، ټولنيز شرايط د فرد د شخصيت په تشكيل باندې په هر اړخيزه توګه اغېزه كوي. (۱۰: ص ۱۵۹).
دلته پوښتنه پيدا كېږي، چې ولې د ټولنې په يو شانته شرايطو كې مختلف شخصيتونه منځ ته راځي؟
ددې پوښتنې ځواب ساده دى، د هرې ټولنې بېلګې چې راوړو، متجانسه نه دي، په هغو كې د پخوانۍ ټولنې بقاياوې د حاضرې ټولنې اساسات او د راتلونكي ټولنې د ټولنيزو مناسباتو نطفې ليدل كېږي، ددغې غير متجانسې ټولنې مختلف اړخونه پر انسان اغېزه كوي، شخصيت پخوا له دې چې په خپل محيط اغېزه وكړي د خپل محيط په غېږ كې روزل كېږي، نو ځكه د ټولو ټولنيزو مناسباتو مجموعه (اقتصادي، اجتماعي، سياسي او معنوي تظاهرات) د انساني ژوند په مختلفو اړخونو اغېزه كوي.
د همدغو ټاكلو ټولنيزو مناسباتو په نظر كې نيولو سره شخصيت د ټولنيز خلاق كار په جريان كې د فعال ګډون په واسطه تكامل كوي، نو ځكه ويلى شو چې شخصيت هغه ستر ټولنيز ځواك دى، چې د ټولنيز تكامل په جريان كې وده او نمو كوي.
انسان يعنې د انسان شخصيت د هغې ټولنې او محيط محصول دى په كوم كې چې ژوند كوي او په كوم كې چې روزل كېږي (ډګي دومو پاسان) وايي: انسان د هغه محيط زوى دى چې په هغه كې لوى شوى او روزل شوى وي.
د همدغو ټولنيزو مناسباتو په ځنځيري سيستم كې د يوې فعالې كړۍ په توګه د تل لپاره كار كوي، او دغه صفاتو كې د فرد شخصيت تظاهر كوي.
مشخص انسان يعنې شخصيت د خپلو ټولو خصلتونو تر څنګ د كار د قابليت تفكر او تكلم په واسطه سړى دى.
د ټولنيز كيفيت له نظره د نورو انسانانو سره اړيكې لري، ځانګړي خصلتونه او كوايف لري، په مجموع كې ټول دغه خصلتونه دده د شخصيت نمايندګي كوي. (۱۰: ص ۱۶۳).
شخصيت د انسان د پېژندګلوۍ كيلي ده، انسان د خپل شخصيت په واسطه كټ مټ تلل او ارزيابي كېږي. انسان د خپل شخصيت په واسطه په ټولنه كې منل كېږي، او خپل موقف اختياروي، يا انسان د خپل شخصيت په واسطه د ټولنې څخه شړل او رټل كېږي.
د شخصيت ماهيت د هغه له څېرې يعنې ږيرې، وينې او مجرد فزيكي طبيعت څخه نه بلكې د هغه د اجتماعي كيفيت څخه څرګندېږي.
د شخصيت مادي او معنوي كيفيت او ماهيت په هغه ټولنيزې طبقې او قشر پورې اړه لري چې په كومه كې اوسېږي.
انسان له دې كبله چې د غړو، انساجو او سلولونو څخه تشكيل شوى دى د سږي له لارې تنفس كوي، خپلو كوچنيانو ته شيدې وركوي، انسان نه دى بلكې په دې خاطر انسان دى چې د فكر كولو، تكلم كولو او كار كولو استعداد لري نو انسان دى.
په دې خاطر انسان دى چې د كار په وسايلو خپل محيط او چاپېريال ته تغير وركولى شي.
د نورو انسانانو سره توليدي او ټولنيز مناسبات ساتلى شي، د انسان ټولنيز كېدل د ټولنيزو مناسباتو په ساتلو كې تحقق مومي، په دغه پروسه كې فرد ځانګړي انساني صفات لاسته راوړي، د كار او فعاليت په ترڅ كې د فعاليت اصلي ذات يعنې انسان وده او نمو كوي.
د فعاليت ارزښت په موثريت كې دى، په داسې توګه چې موخه او نتيجه لاس ته راشي، ټولنيز روحيات شخصيت تر ټولو لومړى د فعال، جدي، مبتكر او اخلاقي انسان په توګه مطالعه كوي په دې مانا چې ټولنې او محيط ته د تغير وركولو څومره قدرت لري. (۱۳: ص ۱۸۱).
د شخصيت مسئله تر ټولو لومړى په ټولنيزو ټاكليو مناسباتو كې د وګړو د د كړو په چاپېريال پورې اړيكې پيدا كوي او موخو ته د رسېدو پر اعمالو او انګېزو څېړنه كوي.
شخصيت خپلو مربوطو ټولنيزو او ځانګړيو خصوصيتونو او كيفيتونو كې څرګندېږي، او په زړه پورې فزيكي او بيولوژيكي جوړښت لري، د مغزو، عقل او شعور برخې يې د ټولو نورو ژونديو موجوداتو په پرتله ډېره ښه وده كړې ده، د شعور ودې د ټولنيزو قوانينو په بنسټ صورت نيولى دى، همدارنګه د ټولنيز ژوند د بڼو د تغير په سبب او هم د توليد د بڼې ارتباط، پېژندګلوي او ټولنيز مناسبات، كلتور او نورو د تاثير په نتيجه كې منځ ته راغلى دى او تغير يې كړى دى. (۱۰: ص ۱۶۲).
كار انسان په ټولنيز موجود او شخصيت بدل كړ او ټولنه د انسانانو لپاره د وروستني تاريخي پراختيا سبب شوه، شعور نه يوازې د ټولنيز خصلت لرونكى دى، بلكه طبقاتي خصلت هم لري.
هر ټولنيز ټولګى يا طبقه لكه ماليكين بزګران، كارګران او نور ځانته د ځانګړي شعور لرونكي وي، دا يو حقيقت دى چې د بشر هر فرد د زېږېدنې په وخت كې پاك او سپېڅلى نړۍ ته راځي، د روزنې وړ او روزلو لپاره بالقوه استعدادونه لري.
نتيجه:
د هر انساني شخص د شخصيت Personality جوړښت او وده د زېږېدنې د لومړيو شيبو څخه پيل كېږي، او د يو دوامدارې پروسې په توګه د ټولنيز چاپېريال په ساحه كې د ژوند تر پايه پورې دوام كوي.
د انسان د شخصيت په وده كې شخصي (ذاتي) كورنۍ او ټولنيز لاملونه اغېز لري. په ذاتي لامل كې پر شخصيت باندې اغېز لرونكي فكتورونه، ترشحي غدې، وراثت، عصبي سيستم د پاملرنې وړ دي. ترشحي غدې د انسان په جسمي او ذهني وده كې د ارزښت وړ دى.
هورمونونه د وينې په وسيله د بدن ټولو غړو ته رسول كېږي او په شكل د اشكالو د بدن د راز، راز غړو په دندو باندې مسلط وي او د بدن د بڼې په تثبيت كې يو له بل سره مرسته كوي، د نوموړو غدو د نه ودې په صورت كې د ودې د مخنيوي ترڅنګ فكري استعدادونه هم زيانمن كېږي.
د انسان عصبي سيستم داسې يو وسيله ده، چې د هغې په واسطه د انسان رفتار تنظيم او كنترولېږي.
عصبي سيستم د انساني اعمالو د سازمان وركولو مهمه وسيله بلل كېږي، چې په سلوک كې فوق العاده اغېزه لري او د شخصيت د ودې ځانګړو لاملونو څخه شمېرل كېږي، ټولې بهرنۍ انګېزې د حسي غړو له لارې د عصبي سيستم په وسيله درك كېږي.
د انسان روحي فعاليت د سيكالوجكي پروسو بنسټ جوړوي، چې انساني دماغ كې سرته رسېږي، وراثت موضوع ځكه د پاملرنې وړ ده چې د والدينو جسماني، عقلاني او ژنتيكي ځانګړتياوې په ماشوم كې د وراثت له لارې انتقال او تركيب مومي، د شخصيت رواني او جسماني ښكلا كې د وراثت رول څرګند دى.
د پوستكي رنګ، د سترګو رنګ او نور ارثي صفات د وراثت محصول او همدارنګه د ماشوم او د والدينو د استعدادونو ترمنځ داړيكو موجوديت د وراثت له لارې بشپړتيا مومي.
د شخصيت په جوړښت كې د كورنۍ ژوند اغېزه د ټولو نورو لاملونو څخه زياته ده، كور او كورنۍ د انسانانو د ښوونې او روزنې د يو غېر رسمي موسسې څخه شمېرل كېږي، كورنۍ د ماشومانو لپاره په ځانګړي توګه د مينې، محبت، دوستۍ او جسمي اړتياوو وسايل برابروي، نو له دې كبله د ماشوم په ټولنيز كولو، روزنې او د هغه د شخصيت د جوړولو له مخې دومره بنسټيز اهميت لري چې د هغې ټولې دندې د ماشوم د ودې او پرمختګ سره نږدې اړيكې لري، د شخصيت وده او ټولنيز كېدل د هغه فعاليت پورې تړاو لري كار انسان په ټولنيز موجود بدل كړ. د انسان ټولنيز كېدل د ټولنيزو مناسباتو په ساتلو كې تحقق مومي، په دغه پروسه كې فرد ځانګړي انساني صفات لاسته راوړي.
د شخصيت د ودې لاملونو څخه يو هم د زده كړې چاپېريال دى، د ماشوم د مور او پلار څخه وروسته دوهم كس چې د ماشوم د شخصيت په جوړښت كې فوق العاده رول لري ښوونكى دى.
يو ښه ښوونكى د يو فرد د شخصيت په جوړښت او وده کې مهم رول لري، د هغه ټولنيز صفات او ښه چلند د ماشوم د شخصيت د ودې سبب ګرځي.
زده كړه، ښوونكى او ښوونځى د افرادو د كړو وړو، د ژوند څرنګوالي، د بدلون او د شخصيت د ودې لامل ګرځي.

اخځونه:
1. اميري، محمد ظاهر، د انسان اناتومي، د چاپ ځاى: ننګرهار، چاپ كال: ۱۳۰۷هـ ل.
2. بشرمل، خدايداد، د انسان فزيولوژي، لومړۍ برخه، كال ۱۳۶۷ هـ ل.
3. بارز، عابدين، جامعه شناسي تربيتي، چاپ پشاور، سال ۱۳۸۴ هـ ش.
4. بلوچ، ع، بصير اساسات روانشناسى ، چاپ بنګاه انتشارات و مطبعه ميوند، كابل افغانستان، سال ۱۳۸۵ هـ ش.
5. بارز، عابدين، روانشناسى تربيتي، چاپ پيشاور، سال ۱۳۶۵ هـ ش.
6. حكيم، ګل رحمن، روانشناسى عمومى، چاپ كابل، سال ۱۳۶۲ هـ ش.
7. سالمى، محمد عالم، روانشناسى تربيتى، چاپ پشاور، سال ۱۹۹۸ هـ ش.
8. شريعتمدارى، روانشناسى تربيتى، چاپخانه سپهر تهران، چاپ هجدهم، سال ۱۳۸۵ هـ ش.
9. فاضل محمد، جامعه شناسى تربيتى، چاپ كابل، سال ۱۴۱۴ هـ ق.
10. مندوزى، محمد ولى، اخلاق اوهومانيزم، چاپ د افغانستان د علومو اكاډمي، كال ۱۳۶۷ هـ ش.
11. ميرخيل، اسد الله، پيداګوژي عمومي براى محصلان، چاپ انتشارات سيد جمال الدين، سال ۱۳۶۶ هـ ش.
12. لسز الدورو روانشناسى، ترجمه جهان بخش صادقى، چاپ اول انتشارات وزارت فرهنګ اسلامى ايران، سال ۱۳۸۴هـ ش.
13. روانشناسى عمومى، كتاب درسى براى تحصيلات عالى، چاپ پوهنتون كابل.
14. John. W Santhock of Educational Psychology New York, Sanfrancisco, the Mc Graw- Hill companies, 2001.
15. Myro Pollack Sadkcro David Miller of Teachers, Schools, Society. Second Edition New York 1991.
16. Malt Jarvis with Emma chandlerAngles and Child Psychology2002.
17. Human Physiology. E Balosky 2002.

No comments: